کورپاڼه / بېلا بېل / هند کې داسې ماشومه زېږېدلې چې لاسونه او پښې نه لري
ماشومه

هند کې داسې ماشومه زېږېدلې چې لاسونه او پښې نه لري

په هند کې يوه داسې ماشومه زېږېدلې ده چې لاسونه او پښې نه لري، په راپورونو کې ويل شوي دي چې د ماشومې پلار هم معيوب دى.

د ډېلي مېل د راپور په وېنا، د هند په سروج ولسوالۍ په سلکا کلي کې يوه داسې ماشومه زېږېدلې ده، چې په پېدايشي ډول يې پښې او لاسونه نشته دى.

ډاکټرانو ويلي دي، چې د دې معيوبې ماشومې د زېږېدو لامل جينياتي ستونزه ده چې (ټيټرا ميليا) ورته وايي، ډاکټرانو ويلي دي چې هغه نوره کومه ناروغي نه لري، خو دوى به يې بيا هم د روغتيا په اړه څېړنې وکړي.

د دغه ماشومې خپاره شويو عکسونو کې ښکاره کېږي، چې له مور سره خواته پرته ده، خو لاسونه او پښې نه لري.

مور

د بوپال د روغتون مشر او د ماشومانو د ناروغيو متخصص ډاکټر پربهاکر تيواري رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې سينډروم په ١٠٠ زره ماشومانو کې يو اغېزمنوي او دا د هغه د ژوند لومړنۍ داسې پېښه ده.

همدا راز ډاکټر ابوه هرميچو بيا ويلي دي، چې د دوى له څېړنو معلومه شوې ده چې په ٧١ زرو ماشومانو کې يو ماشوم داسې پېدا کېږي چې څه نا څه مشکل لري.

په تېرو څو کلونو کې د سينډروم يو شمېر پېښې ثبت شوې دي، په دې کې د کيرولاينا اوسېدونکى ارجى ويلسن هم شامل دى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، کله چې دغه ښځه اميدواره شوې وه، نو په پنځمه مياشت يې الټراساونډ ترسره شو او هغه مهال معلومه شوه چې د ماشومې د بدن غړي نه جوړېږي.

په راپورونو کې دا هم ويل شوي دي، چې د دغه ماشومې پلار هم معيوبه دى او همدا لامل کېداى شي چې ماشومه يې هم معيوبه زېږېدلې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ډونالډ ټرمپ او پاکستانۍ نجلۍ

يوه پاکستانۍ نجلۍ ادعا کوي چې د ډونالډ ټرمپ لور ده + ويډيو

د امريکا تېر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره پرون پاى ته ورسېده او له …