کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه
پاکستان ملي لوبډله

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ٢٠ لوبغاړي او د منېجمنټ ١١ نور غړي نن له پاکستان څخه د انګلستان پر لوري روان شو.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې دا ټول لوبغاړي په يوه شخصي هوټل کې و، چې هلته د بشپړو احتاطي تدابيرو سره مېشت و او له هغه وروسته هوايي مېدان ته يوړل شول، چې په يوه ځانګړې الوتکه کې انګلستان ته روان شو.

پاکستان ملي لوبډله ١

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د پاکستان د ٢٠ ملي لوبغاړو تر څنګ په دې سفر کې د کرکټ بورډ عمومي رييس احسان ماني او د هغه مېرمن هم له لوبډلې سره سفر کوي، د دوى د کورونا ټېسټونه هم منفي راغلي و.

دا لوبغاړي او نور کسان چې انګلستان ته ورسېږي، نو ١٤ ورځې به هلته کرنټين وي او همدا راز هلته به يې د کورونا ټېسټونه هم وشي.


پاکستان د انګلستان سفر ته د ٢٩ لوبغاړو نوملړ اعلان کړى و، خو په هغې کې بيا د ١٠ لوبغاړو ټېسټونه مثبت راووتل، چې پرون د ٦ لوبغاړو ټېسټونه که څه هم منفي راغلل، خو بيا هم په دې سفر کې نه دي شامل شوي.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ به درې ټېسټ او درې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ ترسره شي. لومړۍ ټېسټ لوبه به د اګست په پنځمه نېټه په ساوتهمپټن کې پيل شي، خو په رسمي ډول يې لا اعلان نه دى شوى.


همدا راز د پاکستان د توپوهنې روزونکى وقار يونس له اسټراليا څخه انګلستان ته ځي او هلته به له لوبډلې سره يو ځاى شي.

د يادولو وړ ده چې د ويسټ انډيز لوبډله له دې مخکې بيا انګلستان ته رسېدلې ده. د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ٣ ټېسټ سياليو لړۍ د جولاى په اتمه نېټه پيلېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …