کورپاڼه / خبرونه / عرفان پټان: دهوني په ٢٠٠٧ کې توپ اچونکي کنټرولول، خو په ٢٠١٣ کې يې پرې باور درلود
دهوني او عرفان پټان

عرفان پټان: دهوني په ٢٠٠٧ کې توپ اچونکي کنټرولول، خو په ٢٠١٣ کې يې پرې باور درلود

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى توپ اچونکى عرفان پټان د پخواني لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني په اړه وايي، چې کله هغه په ٢٠٠٧ کې لوبډلمشر وټاکل شو نو ټوله هڅه يې دا وه چې توپ اچونکي تر خپل کنټرول لاندې وساتي، خو په ٢٠١٣ کې بيا هغه په توپ اچونکو پوره باور درلود او هغه نه يو ډېر پرسکونه لوبډلمشر جوړ شوى و.

٣٥ کلن عرفان پټان چې د مهيندرا سينګ دهوني تر کپتانۍ لاندې يې په ٢٠٠٧ نړيوال جام او ٢٠١٣ چيمپينز ټرافۍ کې د هند لوبډله کې ګډون درلود، وايي چې په دهوني کې په دې کلونو کې ډېر بدلون راغى.

هغه وايي، په ٢٠٠٧ کال لومړى ځل و چې دهوني لوبډلمشر شو او دا ډېره لويه خبره ده او دروند بار دى چې په لومړي ځل د لوبډلې مشري په غاړه واخلې.

هغه زياته کړه، په ٢٠٠٧ کال کې به دهوني د ويکټ ساتنې له ځاى څخه تر توپ اچونکي پورې په منډه تللو او غوښتل يې چې توپ اچونکي تر خپل کنټرول لاندې وساتي، خو په ٢٠١٣ کې به هغه بيا هلته نه ورتللو او په توپ اچونکو به يې غږ کاوه چې ځانونه کنټرول کړي، هغه په وروستيو کې ډېر پرسکونه لوبډلمشر و.

دهوني د ٢٠١٩ نړيوال جام تر نيمه پايلوبې وروسته هېڅ نړيواله لوبه کې ګډون نه دى کړى، هغه له ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠١٦ پورې د محدودو اورونو لوبو لوبډلمشر و او همدا راز له ٢٠٠٨ څخه تر ٢٠١٤ پورې د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر هم و.

٣٨ کلن دهوني په خپله لوبډلمشرۍ کې د اى سي سي درې واړه جامونه ګټلي دي.

د هغه په لوبډلمشرۍ کې هند په ٢٠٠٧ کال کې نړيوال شل اوريز جام کې اتلولي خپله کړه، ٢٠١١ کې يې نړيوال جام په خپل نوم کړ او ٢٠١٣ کې يې چيمپينز ټرافي کې اتلولي خپله کړه، همدا راز په ٢٠١٠ او ٢٠١٦ کال کې يې د اسيا جامونه هم وګټل.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …