کورپاڼه / بېلا بېل / ډاکټر ذاکر نايک: PUBG او ورته نور ګېمونه حرام دي
ډاکټر ذاکر نايک

ډاکټر ذاکر نايک: PUBG او ورته نور ګېمونه حرام دي

د هند ستر عالم ډاکټر ذاکر نايک وايي، چې پب جي PUBG او دې ګېم ته ورته نور ټول ګېمونه حرام دي، ځکه دا مسلمانان له اسلام څخه ليرې کوي.

ډاکټر ذاکر نايک څخه دا پوښتنه شوې وه، چې پب جي او دې ته ورته نور ويډيويي ګېمونه، چې نن سبا په لويه کچه يې خلک کوي، په اړه يې اسلام څه وايي چې حرام دي او که نه؟

نوموړي په يوه ويډيو کې د دې ګېمونو په تړاو وويل، چې ٣٥ کاله مخکې، کله چې هغه هلک و نو ويډيويي ګېمونه ول او د پېسو په بدل کې به ترسره کېدل. هغه وايي زه هغه مهال هم د ګېمونو شوقي نه وم، خو په ژوند کې مې څو ځلې دا ګېمونه کړي دي.

ډاکټر ذاکر نايک وويل، که يوازې د ساعتېرۍ لپاره ګېمونه وي، خو په کولو کې يې ستونزه نشته، خو که نن سبا موږ ويډيويي ګېمونو ته پام وکړو، نو ډېر بدلون پکې راغلى دى، چې ډېر داسې ګېمونه دي چې هغه حرام دي.

نوموړي وويل، چې په دې ګېمونو کې داسې شيان شته چې اسلام حرام ګڼلي دي، که څه هم دا شيان يو څوک په فيزيکي بڼه نه ترسره کوي، خو بيا هم دې شيانو ته هڅول کېږي.

لکه په ډېرو ګېمونو کې خلک و ژ ل، موسيقۍ اورېدل، خمار کول، فحشا او داسې نور ډېر کارونه دي چې اسلام حرام ګڼلي دي، همدا راز بيا په ځينو ګېمونو کې اسلام ته سپکاوى شوى دى، لکه په مکه شريفه او مدينه شريفه باندې حملې کولو په بدل کې درته ډېرې نومرې درکوي او همدا راز ځينو ګېمونو کې بيا داسې هم دي چې د يو اسلامي او کفري هېواد ترمنځ په جګړه کېږي، نو دا ټول ګېمونه حرام دي.

هغه وويل، له تېر څه وخت راهيسې ما هم د پب جي ګېم په اړه ډېر معلومات ولوستل او راته معلومه شوه چې دا ګېم نن سبا په نړۍ کې ډېر زيات مشهور دى، نو دې ګېم کې هم ورته ډېر داسې کارونه کېږي چې له اسلام سره په ټکر کې دي، نو پب جي او ورته نور ګېمونه حرام دي.

هغه دا هم وويل چې ډېر خلک خپلو کوچنيو ماشومانو ته موبايلونه ورکوي او ګېمونه ورته پکې لګوي، بيا خوشحاله هم وي چې ماشومان يې موبايل کارولى شي، خو دوى په اصل کې خپل ماشومان له اسلام څخه ليرې کوي، له الله څخه يې ليرې کوي او د هغوى ژوند تباه کوي.

ډاکټر ذاکر نايک وويل، چې په اوسني وخت کې شاوخوا اتيا يا نوي سلنه ګېمونه داسې دي، چې مسلمان پکې حرامو کارونه ته تشويق کېږي او له الله څخه يې ليرې کوي، نو دا ګېمونه حرام دي او بايد مسلمانان ترې ځانونه وساتي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …