کورپاڼه / بېلا بېل / د نوبل جایزه وپېژنئ
نوبل جايزه

د نوبل جایزه وپېژنئ

د نوبل جایزه د نړۍ یوه ډېره معتبره او مشهوره جایزه ده، چې له ۱۹۰۱ ز کال راهیسې تر اوسه هر کال هغه کسانو ته ورکول کېږي، چې بشري ټولنې ته یې ګټور خدمتونه وړاندې کړي وي.

د نوبل جایزې هغه کسانو ته ورکول کېږي، چې اختراعات، موندنې او د فزیک، زراعت او طب په برخه کې یې مهمې څېړنې کړې وي، یا یې په ادبیاتو، اقتصاد یا د سولې په برخه کې غوره آثار پنځولي وي او یا یې هم د انسانانو د ژوند د بهتري او هغوی ته د سهولتونو د برابرولو په برخه کې ګټورې هلې ځلې کړې وي.

د ادبیاتو، فزیک، کرنې، طب او اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکي کسان د نوبل جایزې د سویډن کمېټې د غړو له خوا ټاکل کېږي، خو د سولې د نوبل جایزې ګټونکي کسان بیا په ناروې هېواد کې د نوبل جایزې د کمېټې د غړو له لوري ټاکل کېږي.

دا چې د نوبل جایزې ګټونکي په دوه جلا هېوادونو کې ولې ټاکل کېږي، وجه یې د ډاینامیټ مخترع الفرډ نوبل وصیت دی. نوبل په خپله په سویډن کې زېږېدلی و او کله چې په ۱۹۰۱ز د نوبل جایزې د وېش لړۍ پیل شوه، هغه وخت سویډن او ناروې دواړه یو هېواد و. نروژ په ۱۹۰۵ز کال کې خپلواکي ترلاسه کړه.

د نوبل جایزې د ګټونکو نومونه هر کال د اکتوبر په میاشت کې اعلانېږي او د جایزو د وېش مراسم د دسمبر په لسمه د الفرد نوبل د زېږېدو په ورځ ترسره کېږي.

د نوبل هره جایزه ۹ میلیونه سويډني کرونه (چې د ۱/۴ میلیونه کاناډايي ډالرو معادل کېږي) مادي ارزښت لري.

د نوبل د اقتصاد جایزه چې په ۱۹۶۹ز کال د سویډن د حکومت او د الفرډ نوبل له خوا یې بنسټ کېښودل شو، چې اوس هم هر کال د نړۍ یو تن سار اقتصاد پوه ته ورکول کېږي.

ژباړه : ذبيح الله بيان

دا هم ولولئ

ملینډا او بیل ګیټس

ګرانبیه طلاق، د بیل ګیټس ۱۴۵ میلیارده ډالرو کې به نیمايي ملینډا ګیټس واخلي

د مایکروسافټ بنسټګر او د نړۍ څلورم شتمن سړی بیل ګیټس خپلې ښځې ملینډا ګیټس …