کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د سرغړونو له امله د دولت ځدراڼ قرارداد فسخه کړى
دولت ځدراڼ

کرکټ بورډ د سرغړونو له امله د دولت ځدراڼ قرارداد فسخه کړى

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي دولت ځدراڼ قرارداد له دې امله فسخه کړى دى، چې هغه د کرکټ بورډ له ډسپلين څخه سرغړونه کړې ده.

شاوخوا درې مياشتې مخکې، د مارچ په ٣مه نېټه د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي دولت ځدراڼ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه د کرکټ بورډ پر ضد يو پوسټ کړى و.

هغه په خپل پوسټ کې ليکلي و چې د کرکټ بورډ مشرانو ورسره د مور او مېرې چلند پيل کړى دى او له نړيوال جام وروسته يې په سياليو کې برخه نه ده ورکړې.

نوموړي همدا راز ليکلي و چې هغه جوړ او فيټ دى، خو مسوولين ورسره زياتى کوى، چې د زمبابوې، بنګله دېش او ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو کې چانس نه دى ورکړل شوى.

هغه په سلېکشن کمېټې هم نيوکې کړې وې او ويلي يې و چې د مافيا ډلې په خوښه نوموړى په لوبډله کې نه اخيستل کېږي. هغه ويلي و چې مجبوره شوم چې غږ پورته کم ځکه چې کرکټ مو ورځ تر بلې خرابېږي.

دولت ځدراڼ

هغه پر انډي مولز هم نيوکې کړې وې او دا يې ويلي چې د کرکټ بورډ د مشرانو ظلم هم نور د زغملو وړ نه دى، هغه ويلي و چې څو ورځې وروسته په کابل کې مطبوعاتي کنفرانس ورکړي او لايف به هم راشي، خو دا کارونه يې ونکړل.

خپلواک وېبپاڼې ته په کرکټ بورډ کې يوې سرچينې وويل، چې د اصولو او ډسپلين د کوډ څخه د سرغړونې په تور دولت ځدراڼ ته ليکلې اخطاريه ورکړل شوې ده او همدا راز د شپږ مياشتو لپاره يې د ادارې سره قرارداد هم فسخه شوى دى.

ياده سرچينه وايي، چې نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ بورډ پر مشرانو، غوراوي کمېټې نيوکې کړې وې او د ډسپلين له کوډ څخه يې سرغړونه کړې وه. هغه وايي چې د ادارې په پرېکړو کې مداخله او نيوکه کول د لوبغاړو حق نه دى او هر مشکل چې لري بايد له ادارې سره يې شريک کړي.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د دولت ځدراڼ نظر هم راواخلو، خو ونه توانېدو.

٣٢ کلن دولت ځدراڼ د افغانستان لپاره ٨٢ نړيوالې يو ورځنۍ او ٣٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې ١١٥ او شل اوريزو لوبو کې ٤٠ ويکټې اخيستي دي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …