کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوېد اميرخېل ته د پلار نصيحت
جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل ته د پلار نصيحت

د پښتو ژبې نوموتى سندرغاړى جاوېد اميرخېل وايي، چې پلار ورته نصيحت کړى و، چې د خپل شخصيت او رښتيني نر ارزښتونه درنه بې رنګه نه شي.

هغه وايي، چې پلار ورته ويلي و چې ځواني، شهرت، دولت، زر، زور ټول عمر هيچا ته نه پاتې کېږي، اوس دې چې د خلکو په منځ کې شهرت او محبوبيت پېدا کړ، نو کوښښ وکړه چې له ولس او مينه والو سره دې ښې خاطرې پاتې شي.

د هنرمند جاوېد اميرخېل پلار څه وخت مخکې ومړ، جاوېد اميرخېل په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي چې پلار ورته نصيحت کړى و، چې دا نصيحت يې اوس هم په غوږو کې دى.

جاوېد اميرخېل ليکي: ((په شروع کې چې هنر ته راتلم نو دادا مې تر حد زيات ممانعت کولو، خو زما په روح روان کې د هنر مينه ځوانه شوې وه، بغېر له هنره ژوند راته بې معنا و او بې رنګه ښکارېده. له ورځو نه يوه ورځ يې راته يوه خبره وکړه چې شهرت او محبوبيت نشه لري، پام دې ډېر وي چې د خپل شخصيت او رښتيني هنر ارزښتونه درنه بې رنګه نه شي.))

نوموړى همدا راز مخکې ليکي: ((ځواني شهرت دولت زر زور ټول عمر هيچا ته نه پاتې کېږي، اوس دې چې د خلکو په منځ کې شهرت او محبوبيت پېدا کړ، نو کوښښ وکړه چې له ولس او مينه والو سره دې ښې خاطرې پاتې شي، داسې کار هېڅ وخت ونه کړې چې بل انسان ته دې له لاسه يا ژبې زيان ورسېږي.))

جاوېد اميرخېل وايي: ((زما د خداى بخښلي پلار دا نصيحت مې په غوږو کې دى. روح دې ښاد اوسه سپېڅليه پلاره.))

جاوېد اميرخېل چې هره سندره يې له يوه وطني احساس او پېغامه ډکه وي، څه موده مخکې يې پلار ته هم يوه سندره ويلې وه، چې خلکو ډېره زياته خوښه کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

زرڅانګه

افغان حکومت له سندرغاړې زرڅانګې سره نغدي مرسته وکړه

افغان حکومت د پښتونخوا مشهورې سندرغاړې زرڅانګې سره د پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته وکړه. …