کورپاڼه / خبرونه / قېس احمد: د کريم صادق قهرماني او خدمتونه به ټول عمر هېر نه کړو
قېس احمد او کريم صادق

قېس احمد: د کريم صادق قهرماني او خدمتونه به ټول عمر هېر نه کړو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچوونکى قېس احمد وايي، چې کريم صادق د خپلې لوبې په مټ ګران هېواد ته ډېر وياړونه راوړي دي، چې موږ به يې دا قهرماني او خدمتونه هېر نه کړو.

قېس احمد په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې کريم صادق مينه ناک او ډېر مخلص انسان دى او په تګ يې ډېر خواشينى شوم.

قېس احمد ليکي: ((د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي کريم خان صادق د نړيوال کرکټ څخه مخه ښه وکړه. کريم صادق د افغان لوبډلې لپاره په ډېرو سختو حالاتو کې لوبه کړې، د خپلې تېزې لوبې پر مټ يې ګران هېواد ته ډېر وياړونه راوړي، موږ ټول به د صادق صېب دا قهرماني او خدمتونه د ټول عمر لپاره هېر نه کړو.))

هغه همدا راز د کريم صادق په اړه مخکې ليکي: ((کريم صادق مينه ناک او ډېر مخلص انسان دى، په تګ يې ډېر خواشينى شوم، د ځوانو لوبغاړو لپاره يې ستره قرباني ورکړه، دا د يو لوبغاړي لپاره ډېره سخته پرېکړه ده، کله چې د ځوانانو او وطن سره د مينې له کبله کرکټ پرېږدي او خپل هغه مقام چې کلونه کلونه يې په ډېرو خوارو ترلاسه کړى وي.))

قېس احمد همدا راز ليکي: ((دا پرېکړه کريم صادق د وطن او ځوانو لوبغاړو سره د ډېرې مينې له کبله کړې، د کريم خان له مينې مننه الله ج دې ورته اوږد عمر ورکړي.))

کريم صادق څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې وويل، چې غواړي نور له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړي او خپل ځاى ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي. هغه وويل چې په څو ورځو کې دننه به په يوه غونډه کې په رسمي ډول خپله استعفا اعلان کړي.

د يادولو ده چې ځوان ورو توپ اچونکي قېس احمد د افغانستان لپاره په يوه ټېسټ لوبه او يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ګډون کړى دى، خو هغه په کورنيو سياليو او تجارتي ليګونو کې ډېر لوبېدلى او ځلېدلى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

هستي ګل عابد

کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې ليرې کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى، د کرکټ بورډ د کورني کرکټ پخوانى مدير …