کورپاڼه / خبرونه / تېر کال دا ورځ؛ افغانستان ګټلې لوبه پاکستان ته وبايلله
افغانستان او پاکستان

تېر کال دا ورځ؛ افغانستان ګټلې لوبه پاکستان ته وبايلله

تېر کال په همدې ورځ په نړيوال جام کې افغان لوبډله له پاکستان سره مخ شوه، خو افغانستان ګټلې لوبه په وروستيو کې له لاسه ورکړه او پاکستان ته يې وبايلله.

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام ٣٦مه لوبه (د جون په ٢٩مه نېټه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ليډز کې ترسره شوه، افغانستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٧ منډې وکړې، چې اصغر افغان او نجيب الله ځدراڼ ٤٢-٤٢ او رحمت شاه ٣٥ منډې وکړې، د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي ٤ لوبغاړي وسوځول.

د ٢٢٨ منډو د هدف په تعقيب کې د پاکستان لوبډله د ډېرو سختو ستونزو ښکار شوه، پاکستان په ٤٥ اورونو کې ١٨٢ منډې کړې وې او ٦ لوبغاړي يې سوځېدلي و، همدا راز ٤٦ منډو يې ګټلو ته پاتې وې، چې ګلبدين نايب ٤٦م اور ته راغى او ١٨ منډې يې ورکړې، چې په راتلونکو ٢٤ توپونو باندې پاکستان ٢٨ منډې پاتې شوې.

په ورپسې اور کې راشد خان هم ١٠ منډې ورکړې، مجيب الرحمان بيا ٤٨م اور ډېر ښه ترسره کړ، ځکه په اور کې يې يوازې ٢ منډې ورکړې، خو په ٤٩م اور کې بيا راشد خان ١٠ منډې ورکړې او په وروستي اور کې پاکستان ته يوازې ٦ منډې پاتې وې، چې ګلبدين په ٤ توپونو ٦ منډې ورکړې او افغانستان ګټلې لوبه له لاسه ورکړه. پاکستان په ٣ ويکټو بريا خپله کړه.

د پاکستان لپاره عماد وسيم ٤٩ ناسوځېدلې منډې وکړې، بابر اعظم ٤٥ او امام الحق ٣٦ منډې وکړې، د افغانستان له لوري مجيب الرحمان او محمد نبي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم عماد وسيم ترلاسه کړه.

په دې لوبه کې همدا راز حميد حسن هم يوازې ٢ اورونه ترسره کړل او د ټپونو له امله له لوبې څخه بهر شو. همدا راز له لوبې وروسته نوموړي بيا له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه استعفا هم ورکړه.

افغانستان په نړيوال جام کې ځينې لوبې ډېرې ښې وکړې، چې د بريا چانسونه يې درلودل، خو وې نه شول کولاى چې لوبې وګټي، خو د پاکستان پر وړاندې لوبه بيا داسې وه چې افغانستان پرې بريالى ښکارېده او تر وروستيو پورې داسې ښکارېده چې افغانستان به په ډېره اسانۍ دا لوبه وګټي، خو په وروستي اورونو کې افغانستان لوبه له لاسه ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

حمدالله محب او کريم صادق

کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره د کرکټ په اړه خبرې کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار …