کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان بانک لومړى مرستيال واحد نوشېر نن بانک ته پرې نه ښودل شو
وحيدالله نوشېر

د افغانستان بانک لومړى مرستيال واحد نوشېر نن بانک ته پرې نه ښودل شو

د افغانستان بانک لومړى مرستيال واحد نوشېر وايي چې نن سهار د افغانستان بانک ته لاړ، تر څو د ولسمشر د شفاهي حکم پر اساس او احترام خپله استعفا د افغانستان بنک سرپرست ته وسپاري، خو د هغه په وېنا، چې بانک ته پرې نه ښودل شو او بېرته راغى.

واحد نوشېر چې د څه وخت لپاره د افغانستان بانک سرپرست رييس هم و، د اجمل احمدي د رييس په توګه د ټاکل کېدو وروسته يې د لومړي مرستيال دندې ته ادامه ورکړه.

خو د افغانستان بانک د دويم مرستيال او ځينو امرينو د دندو څخه د ګوښه کېدو وروسته يې د دې پرېکړې مخالفت وکړ او وې ويل چې دا د افغانستان بانک او د هېواد د قوانينو خلاف کار دى.

واحد نوشېر په خپل يو پوسټ کې دا هم ويلي و، چې له هغه څخه د استعفا غوښتنه شوې ده، خو د حق لار به پرې نه ږدي او د خپلې استعفا په اړه به يې پرېکړه د افغانستان بانک او د افغانستان اساسي قانون په رڼا کې وي.

واحد نوشېر همدا راز نن په خپل يو بل پوسټ کې ليکلي دي، چې د جلالتماب ولسمشر د شفاهي حکم پر اساس او احترام، نن سهار د افغانستان بانک ته لاړ چې خپل استعفا ليک د افغانستان بانک سرپرست ته وسپاري، خو له بدمرغه د بانک په دروازه کې د ساتونکو او امنيتي مسوولينو له لوري بانک ته د دننه کېدلو اجازه ور نه کړل شوه.

هغه په خپل پوسټ کې دا هم ليکلي دي، چې د بانک د سرپرست چلند د اداري اصولو خلاف دى او په اړه يې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

بل لوري ته د افغانستان بانک مسوولين وايي، چې دوى د فساد د يو شمېر دوسيو په لړ کې ځينې لوړپوړي او نور چارواکي له دندو ګوښه کړي دي او ژر به دوى څارنوالۍ ته هم معرفي کړي.

بل لوري ته په ټولنيزو رسنيو کې خلکو د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي پر ضد غږ پورته کړى دى او ويلي يې دي، چې هغه بايد له دندې ليرې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد صديق پتمن

په خوست کې د اليکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پیل شو

په خوست ولايت کې د اليکترونکي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه. تراوسه پورې په …