کورپاڼه / هنر او کلتور / د اکشى کمار، اجى دېوګن او عاليه بټ نوي فلمونه انلاين خپرېږي
اجى دېوګن، عاليه بټ او اکشى کمار

د اکشى کمار، اجى دېوګن او عاليه بټ نوي فلمونه انلاين خپرېږي

په هند کې د ګرځبندېز له امله که يو لوري ته د فلمونو ثبت ودرېده، نو بل لوري ته هغه فلمونه چې جوړ او نندارې ته د وړاندې کېدو نېټې يې ټاکل شوې وې، د ځنډ ښکار شو.

په هند کې د نورو چارو تر څنګ سينماګانې هم تړل شوې دي او له دې چارې وروسته يو شمېر فلمونه په انلاين بڼه خپاره شو، چې ګلابو سيتابو او نور پکې د يادونې وړ دي.

اوس تازه هندي رسنيو راپورونه ورکړي دي، چې د اکشى کمار لکشمي بومب، د اجى دېوګن بوج او د عاليه بټ سړک ٢ فلمونه به هم په ډزني او هوسټار انلاين وېبپاڼو کې خپاره شي.

لکشمي بومب

دا اکشى کمار دا فلم د کوچني اختر پر مهال نندارې ته وړاندې کېدونکى و او ويل کېدل چې د سلمان خان رادهى فلم سره به په مقابله کې راشي. په فلم کې د اکشى کمار تر څنګ کايره اډواني هم مرکزي رول لوبولى دى.

دا د يو هندي فلم ريمېک دى او اکشى کمار پکې د نرښځي رول لوبولى دى.

بوج: دي پرايډ اف انډيا

د اجى دېوګن دا فلم د هند او پاکستان په ١٩٧١ کال جګړې باندې جوړ شوى دى. په دې فلم کې همدا راز سنجى دت، سوناکشي سنها، نورا فاتحي، شرد کلکر او نورو هم کار کړى دى.

دل بيچاره

د سوشانت سينګ راجپوت وروستى فلم دى چې دا فلم به هم ډېر ژر په انلاين بڼه خپور شي. دا فلم د مينې په کيسه جوړ دى او د يو انګليسي فلم څخه نقل شوى دى، چې ډايريکټر يا لارښود يې مکېش چاپړه دى.

دي بګ بول

د ابيشيک بچن دا فلم چې د اکتوبر په ٢٣مه نېټه نندارې ته وړاندې کېدونکى و، هم پرېکړه شوې ده چې په انلاين بڼه به خپور شي. په دې فلم کې د ابيشيک بچن تر څنګ اليانا ډي کروز، نيکيتا دته او سوهام شاه هم کار کړى دى.

سړک ٢

د مهېش بټ د ١٩٩١ کال کامياب فلم (سړک) چې سنجى دت او پوجا بټ پکې کر کړى و، د دغه فلم د لړۍ بل فلم (سړک ٢) جوړ شوى دى چې عاليه بټ او اديتي راى کپور پکې کار کړى دى. دا فلم هم په انلاين بڼه خپرېږي.

خدا حافظ او لوټکېس

خدا حافظ او لوټکېس دوه نور هغه هندي فلمونه دي چې ويل کېږي په انلاين بڼه به خپاره شي. که څه هم په هند کې د سينماګانو مالکانو د انلاين فلمونو خپرېدو سره مخالفت ښکاره کړى دى، خو دا فلمونه چې نندارې ته په تمه دي، جوړونکو يې پرېکړه کړې ده چې په انلاين بڼه يې خلکو ته وړاندې کړي.

ويل کېږي چې د اکشى کمار فلم لکشمي بومب يوې وېبپاڼې په ١٢٥٠ ميليونه هندي کلدارې ترلاسه کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

زرڅانګه

افغان حکومت له سندرغاړې زرڅانګې سره نغدي مرسته وکړه

افغان حکومت د پښتونخوا مشهورې سندرغاړې زرڅانګې سره د پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته وکړه. …