کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ولسي جرګې وکيلان: هغه نوماند وزيرانو ته رايه نه ورکوو چې دوه تابعيته ولري
ولسي جرګه

د ولسي جرګې وکيلان: هغه نوماند وزيرانو ته رايه نه ورکوو چې دوه تابعيته ولري

د ولسي جرګې وکيلان وايي، چې دوى به هغه نوماند وزيرانو ته د باور رايه ور نه کړي، کوم چې دوه تابعيتونه لري.

په ولسي جرګه کې يو ځل بيا د دوه تابعيت لرونکو وزيرانو موضوع ګرمه شوې ده، چې په دې لړ کې د ولسي جرګې لسګونو وکيلانو په يو متن لاسليکونه کړي دي، چې پکې راغلي دي د اساسي قانون په رڼا کې به د دوه تابعيت لرونکو وزيرانو ته د باور رايې ور نه کړي.

د دغه ليک په متن کې ويل شوي دي، چې په تېرو ١٩ کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو جنجالي مسله همدا د دوه تابعيت لرونکو وزيرانو او لويو رييسانو وه، چې په افغانستان کې يې له خپل قانوني خونديتابه څخه په ګټه اخيستنې فساد کړى او د خپل ماموريت تر پوره کېدو وروسته د افغانستان د مظلوم او بېچاره ولس له سرمايې سره بېرته له هېواده تللي دي.

سرچينې وايي، چې د هېواد عدلي او قضايي ادارې محکمو ته د دغه کسانو په راستنولو کې ځکه هم نه دي بريالي شوي، دوى چې په پراخ فساد کې لاس لري، همدا لامل دى چې په اسانۍ له هېواده بهر ته ځي.

ولسي جرګې وکيلانو متن ليک

د ولسي جرګې وکيلان وايي، چې دوى به يوازې هغه نوماندانو ته رايې ورکړي چې د خپلې مورنۍ خاورې او هېوادوالو ته د خدمت په خاطر له خپل دويم تابعيت څخه تېر شي.

بل لوري ته د ولسمشر غني له لوري په وروستيو کې د ټاکل شويو سرپرست او نوماند وزيرانو په اړه هم خلکو سخت غبرګون ښکاره کړى دى.

په ټولنيزو رسنيو کې ډېرى خلکو په دې ټاکنو نيوکې کړې دي او لاملونه يې هم بېلا بېل ښکاره شوي دي. په ځينو نوماند وزيرانو له دې امله نيوکې شوې دي چې دوه تابعيتونه لري، ځينې يې بيا د هېواد له رسمي ژبو سره نابلده دي او ځينې هم هغه پخوانۍ څېرې دي، چې ولس يې په ټاکنه ناخوښه ښکاري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …