کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستان د ٢٦٢ پيلوټانو لايسنسونه جعلي راوتلي دي
پاکستان PIA

د پاکستان د ٢٦٢ پيلوټانو لايسنسونه جعلي راوتلي دي

د پاکستان د هوايي چلن ادارې (پي اى اې) د پاکستان د ٢٦٢ پيلوټانو لايسنسونه جعلي راوتلي دي او دغه ادارې دا ټول پيلوټان د الوتکو د الوت څخه منع کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، وروسته له هغه چې په کراچۍ کې د الوتکې پېښه رامخې شوه، په څېړنو کې معلومه شوه چې د پاکستان د پي اى اې ادارې ١٥٠ تنه پيلوټان جعلي لايسنسونه لري او دوى پرې خپلو کارونو ته دوام ورکړى دى.

همدا راز په څېړنو کې دا هم معلومه شوه، چې ټول ټال ٢٦٢ پاکستاني پيلوټان، چې د پاکستان د هوايي چلن ادارې تر څنګ د نړۍ په بېلا بېلو الوتکو شرکتونو کې کار کوي، هم يې اسناد جعلي دي.

د وېتنام د هوايي چلن ادارې هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې ټول هغه پاکستاني پيلوټان، چې له دوى سره يې دندې ترسره کولې، د الوتکو د الوت څخه يې منع کړي دي.

دوى وايي، دا کار يې وروسته له هغه وکړ، چې د پاکستاني پيلوټانو د لايسنسونو د جعلي راوتلو موضوع راښکاره شوه.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې په دې پيلوټانو کې ان دوه خويندې هم شته، چې جعلي لايسنسونه يې درلودل او الوت يې کاوه، همدا راز دا ټول هغه پيلوټان ول، چې په جعلي لايسنسونو يې خپلو دندو ته دوام ورکړى و او الوت يې ترسره کاوه.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان د ٨٦٠ پيلوټانو څخه د ٢٦٢ تنو لايسنسونه يې جعلي موندلي دي، په دې کې د ځينو پيلوټانو لايسنسونو باندې په داسې ورځ ټاپه لګول شوې ده، چې هغه ورځ په پاکستان کې عمومي رخصت دى او دا ممکنه نه ده چې د عمومي رخصت په ورځ دې چاته لايسنس ورکړل شي.

د يادولو وړ ده چې څه وخت مخکې په کراچۍ کې د پاکستانۍ الوتکې د راغورځېدو له پېښې وروسته د پاکستان د هوايي چلن په ادارې سختې نيوکې وشوې، چې د دغه ادارې مشرانو د يادې پېښې پړه د الوتکې په پيلوټ واچوله او له هغه وروسته په څېړنو کې دا معلومه شوه چې د پيلوټ لايسنس هم جعلي و.

Loading...

دا هم ولولئ

يوسف غضنفر او اشرف غني

د ولسمشر ځانګړى استازى يوسف غضنفر د کورونا له امله ومړ

په اقتصادي، سوداګريزو او له فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر محمد …