کورپاڼه / جالب / په دېوالونو داسې انځورونه چې بېخي ژوندي ښکاري
حقيقت ته نږدې انځورونه

په دېوالونو داسې انځورونه چې بېخي ژوندي ښکاري

په فرانسه کې يو انځورګر داسې حقيقت ته نږدې انځورونه په دېوالونو جوړ کړي دي، چې خلک ورته حېرانه دي. دغه انځورګر 3D انځورونه جوړ کړي دي او تش يا شړ دېوالونه يې د خلکو لپاره په زړه پورې کړې دي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا له امله ګرځبندېز کې نرمښت راغلى دى او اوس خلک له کورونو څخه بهر راوځي، په داسې حالاتو کې بيا يو انځورګر په داسې ځايونو کې چې ويرانه شوي دي د خپل هنر نه ګټه پورته کړې ده.

د فرانسې د دغه انځورګر انځورونه په ډېر ښکلي او مهارت سره جوړ شوي دي، ځکه د هر انځور هر څه يې په ډېر واضحه ډول ښکاري او په لومړي ځل انسان داسې فکر کوي چې حقيقي دي.

نوموړي د ښار په بېلا بېلو دېوالونو داسې لوى لوى انځورونه جوړ کړي دي چې ښکاري انځور شوي شيان ژوندي دي او له دېوالونو څخه بهر راوتلي دي.

هر څوک چې د نوموړي دا انځورونه ګوري، نو د داد ورکولو پرته نه شي تېرېدلى، ځکه د دې انځورونو په ليدو هر سړى حېرانېږي او د انځورګر کمال ته ګوته په غاښ پاتې کېږي.

دلته د ياد انځورګر يو شمېر په زړه پورې انځورونه له تاسې سره شريکوو، چې په لومړي ځل ليدو يې ښايي تاسې هم داسې فکر وکړئ چې کېداى شي دا رښتيني شيان وي، خو که په غور ورته وګورئ نو دا ټول 3D کې جوړ شوي انځورونه دي.

انځورونه ١

انځورونه ٣

انځورونه ٤

انځورونه ٥

انځورونه ٦

انځورونه ٧

انځورونه ٨

انځورونه ٩

انځورونه ١٠

انځورونه ١٢

Loading...