د هند د ټېکنالوژۍ وزارت د ټک ټاک، يوسي براوزر، وي چېټ او بيګو لايو په ګډون د چين ٥٩ اپليکېشنونه په خپل هېواد کې بند کړل.
هند وايي، چې دا اپليکېشنونه يې د خپل هېواد د خپلواکۍ، دفاع، امنيت او د خلکو د شخصي معلوماتو په خاطر بند کړي دي، تر څو چاته زيان ونه رسوي.
د انډين ايکسپرېس د راپور په وېنا، دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د چين او هند ترمنځ په لداخ سيمه کې حالت ترينګلى شوى دى، دوى وايي چې د هند له لوري د چين پر وړاندې پورته شوى دا يو تر ټولو ستر ګام دى.
د هند د ټېکنالوژۍ وزارت له لوري په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د خلکو د امنيت او شخصي ډاټا په تړاو اندېښنې موجودې وې، همدا راز د هېواد امنيت په تړاو هم اندېښنې وې، نو له دې امله د خلکو د شکايتونو له بررسي کولو وروسته دوى دا ګام پورته کړ.
دوى وايي چې د چين له لوري جوړ شوي دغه اپليکېشنونه چې د ګوګل په پلى سټور او ايفون په پلى سټور کې پراته و، د خلکو شخصي ډاټا يې خپلو سرورونو ته انتقالوله.
له ٢٠١٥ راهيسې تر ٢٠١٩ کال پورې د علي بابا په ګډون د چين يو شمېر اى ټي شرکتونو په هند کې د ٥ ميليارده ډالرو څخه زيات پانګونه کړې ده.
د يادولو وړ ده چې د چينايي اپليکېشن ټک ټاک په تړاو ځينو نورو هغه پوهانو، چې د موبايلونو او سايبري امنيت په تړاو نظر ساتي، هم ورته خبره کړې ده او ويلي يې دي، چې دا اپليکېشن د خلکو شخصي ډاټا ګوري. دوى همدا راز د پبجي او لسګونو نورو اپليکېشنونو په اړه هم دا خبره کړې ده او خلکو ته يې ويلي دي، چې له دې اپليکېشنونو څخه دې ځان وساتي.