کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / کورونا: ناسا داسې امېل جوړ کړى، چې مخ ته د لاس وروړلو څخه مو منع کوي
د ناسا امېل

کورونا: ناسا داسې امېل جوړ کړى، چې مخ ته د لاس وروړلو څخه مو منع کوي

د امريکا فضايي ادارې ناسا د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره يو داسې امېل جوړ کړى دى، چې بيا بيا مخ ته د لاس وروړلو څخه مو راګرځوي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دې امېل يا الې ته د پولس Pulse نوم ورکړل شوى دى او دا د ناسا د جيټ پروپلسيون لابراتوار کې جوړ شوى دى.

دا اله څه ډول کار کوي؟

د ناسا په وېنا، هغه کس چې دا امېل يا اله يې په غاړه کې اچولې وي، هغه چې څنګه خپل مخ ته لاس ورنږدې کړي، نو دا اله به وايبرېټ، يعنې خوځېږي به او هغه کس ته به دا وريادوي چې بايد مخ ته لاس يو نه سي او نوموړى کس به مخ ته له لاس وروړلو څخه منع کوي.

ناسا وايي، چې د دې الې په کارولو سره به د کورونا ويروس په مخنيوي کې کار واخيستل شي، د دې په مرسته به خلک مخ ته له لاس وروړلو څخه منع شي. ډاکټران او روغتياپالان وايي، چې بيا بيا لاسونه وينځئ او خپل مخ ته لاس مه وروړئ، ځکه چې همدا چارې د کورونا ويروس ډېر په چټکۍ سره خپروي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې خپور او نړيواله وبا اعلان شوه، له هماغه وخت راهيسې د ټېکنالوژۍ شرکتونه په دې هڅه کې لګېدلي دي او داسې الې يې جوړې کړې دي، چې د کورونا ويروس مخنيوى پرې وشي او ډېرې الې بيا په دې برخه کې ګټورې هم تمامې شوې دي.

همدا راز ځينو شرکتونو بيا د مخ لپاره داسې ماسکونه هم جوړ کړي دي، چې په ټېکنالوژۍ سمبال دي او انسان له کورونا ويروس څخه ژغوري.

Loading...

دا هم ولولئ

ټک ټاک

ټک ټاک: د هنديانو معلومات مو له چين سره نه دي شريک کړي

د ويډيوګانو اپليکېشن ټک ټاک شرکت وايي، چې دوى د هنديانو شخصي معلومات له چين …