کورپاڼه / خبرونه / د انګلستان لوبډلمشر د ويسټ انډيز پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون نه کوي
جو روټ

د انګلستان لوبډلمشر د ويسټ انډيز پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون نه کوي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جو روټ د ويسټ انډيز پر وړاندې د ٣ ټېسټ لوبلړيو په لومړۍ لوبه کې له ګډون څخه انکار کړى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جو روټ ويلي دي، چې هغه به د ويسټ انډيز پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون ونه کړي.

د انګلستان کرکټ بورډ په وېنا، د جو روټ مېرمن اميدواره ده او په دې ورځو کې يې کور ته د نوي ماشوم د راتګ وخت دى، نو له دې امله به هغه ونه شي کولاى چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون وکړي.

د جو روټ د نه شتون پر مهال ډېر احتمال شته چې د لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره بين سټوکس د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، همدا راز چټک توپ اچوونکي سټارټ بروډ هم د بين سټوکس د لوبډلمشر جوړېدو ملاتړ کړى دى او ويلي يې دي، چې د جو روټ په نه شتون کې هغه کولاى شي چې په ښه توګه د لوبډلې مشري وکړي.

بروډ ويلي دي، چې د سټوکس په پرفارمنس کې په تېرو څو کلونو کې ډېر بدلون راغلى دى او هغه دا وړتيا لري چې لوبډلمشري وکړي، ځکه پر هغه به د لوبډلمشرۍ اضافي بوج نه وي.

د يادولو وړ ده چې ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته تللې ده او د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبلړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه د جولاى په ٨مه نېټه پيل شي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دا سيالۍ به په بندو لوبغالو کې ترسره کېږي، يعنې هېڅ تماشچيان به لوبغالي ته پرې نه ښودل شي.

همدا راز د پاکستان کرکټ ملي لوبډله هم د جون په ٢٨مه نېټه انګلستان ته تللې ده او له ويسټ انډيز وروسته به د انګلستان سره د ٣ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

انوشکا شرما: د واده لومړيو ٦ مياشتو کې مو يوازې ٢١ ورځې يو ځاى تېرې کړې وې

د هندي فلمونو نوموتې هنرمنده انوشکا شرما وايي، چې هغه او خاوند يې مشهور کرکټر …