کورپاڼه / بېلا بېل / کورونا: هغه نرسه چې ٣ مياشتې وروسته يې خپل ٢ کلن ماشوم غېږ کې واخيست
زوى او مور

کورونا: هغه نرسه چې ٣ مياشتې وروسته يې خپل ٢ کلن ماشوم غېږ کې واخيست

هغه نرسه چې د کورونا ناروغانو درملنې لپاره يې په روغتون کې دنده ترسره کوله، شاوخوا درې مياشتې وروسته يې خپل کوچنى ماشوم په غېږ کې واخيست او په داسې وخت کې يې خپل جذبات قابو نه شول کړاى، د هغې عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شوي دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، روغتيايي کارکوونکو ته دنده ترسره کول ډېر سخت دي، ځکه دوى په مياشتو مياشتو دندې ترسره کوي او له خپلو کورنيو څخه ليرې وي.

د کورونا ناروغانو درملنې لپاره په روغتون کې دنده ترسره کوونکې نرسې ١١ اونۍ وروسته خپل دوه کلن ماشوم په غېږ کې واخيست او خپل جذبات يې قابو نه کړاى شول.

د نرسې او د هغه د دوه کلن زوي دا صحنه په کمرو کې خوندي شوه، چې په ټولنيزو رسنيو کې دا عکسونه ډېرى خلکو لاس په لاس کړي دي.

٣٠ کلنه نرسه شارلټ چې د برېتانيې د لنکاشاير اوسېدونکې ده، هغه په يو روغتون کې کار کوي، چېرته د کورونا ناروغانو درملنه کېده او له دې امله هغې خپل دوه کلن زوى د خپلې مور سره پرېښى و.

ويل کېږي چې دغه نرسې او خاوند يې شاوخوا درې مياشتې خپل زوى د کړکۍ څخه بهر نه ليدلو او له اوږده انتظار وروسته يې له خپل زوي سره وليدل.

مور او ماشوم

دغه ماشوم چې کله خپل مور و پلار مخامخ وليدل نو ورمنډه يې کړه او غېږ يې ورکړه.

نرسه

دغه نرس وايي، کله چې يې خپل ماشوم په غېږ کې واخيست نو داسې فکر يې وکړ چې ايله اوس يې زړه درزا پيل کړه، هغه وايي زوى مې ډېر يادېده او هېڅ کله مې دا فکر نه و کړى چې دومره موده به له خپل زوي څخه ليرې يم.

مور او ماشوم ١

شارلټ وايي، يوه مور چې له خپل زوي څخه ليرې وي، دا ډېره ګرانه ده او نه شي کولاى هغه درد په لفظونو کې بيان کړي، هغه وايي له خپل زوي سره تر ليدو وروسته داسې فکر کوي چې پسرلى بېرته راغى او ژوند يې بيا پيل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستاني ټک ټاک کاروونکي

پاکستان کې له ټک ټاک څخه د دې کاروونکي څومره پېسې ګټي؟

ټک ټاک چې نه يوازې په افغانستان کې مشهور شوى دى، بلکې په ټوله نړۍ …