کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړى اعلان شو
راشد خان

راشد خان د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړى اعلان شو

د ويسډن کرکټ مجلې په خپله نوې ګڼه کې افغان ورو توپ اچونکى راشد خان د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړى اعلان کړى دى.

د دغه مجلې شنونکي چې په کرکټ کې د لوبغاړو ارزښت ته له بېلا بېلو اړخونو پام کوي، په خپله نوې ګڼه کې د نړيوالو شل اوريزو لوبو هغه ٢٠ لوبغاړي غوره کړي دي، چې د دوى په وېنا په دغه سياليو کې تر ټولو زيات ارزښت لري.

په دې حساب دوى هر لوبغاړي ته نومرې ورکوي چې MVP Rating ورته وايي او دا چاره کريکويز ترسره کوي.

کريکويز وايي، کله چې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ ترسره شوې، نو فکر کېده چې دا لوبې به يوازې د توپوهونکو لوبې شي او توپ اچونکي به په دې سياليو کې هغه ډول ونه ځلېږي، لکه په نورو سياليو کې چې ځلېږي.

دوى وايي، دا فکر له دې امله کېده چې شل اوريزې سيالۍ د چټکې توپوهنې لپاره ډېرې ښې وې او توپوهونکو پکې چټکې توپوهنې ته دوام ورکاوه، خو بيا دا فکر غلط ثابت شو چې شل اوريزې سيالۍ يوازې د توپوهونکو سيالۍ دي، ځکه توپ اچونکو په دې سياليو کې هم ځان ثابت کړ او د نړيوالو شل اوريزو سياليو په ٢٠ غوره لوبغاړو کې توپ اچونکي هم راغلي دي چې په لومړيو پنځه و لوبغاړو کې بيا درې توپ اچونکي هم شامل دي.

په راپور کې ويل شوي دي چې راشد خان د کريکويز په MVP Rating کې ٧.١ نومرې ترلاسه کړې دي او دا تر نورو ټولو لوبغاړو ډېرې دي. هغه ٢٩٦ ويکټې ترلاسه کړې دي چې ٢١١ يې په شل اوريزو سياليو کې د ١٧.٢٢ په اوسط ترلاسه کړې دي.

راشد خان په دغه لړ کې د هند تر جسپريت بومرا هم مخکې دى، جسپريت بومرا په دغه لړ کې دويم مقام ترلاسه کړى دى او په دريم مقام بيا د اسټراليا توپوهونکى ډيويډ وارنر راغلى دى.

سنيل ناران بيا په څلورم مقام کې راغلى دى او په پاتې لوبغاړو کې بل توپ اچونکى د سريلانکا لاسيت ملينګا دى چې اتم مقام يې ترلاسه کړى دى.

کريکويز وايي، چې په ١٠ غوره لوبغاړو کې د توپ اچونکو راتلل او بيا راشد خان په لومړي مقام کې راتلل دا ثابتوي چې شل اوريزې سيالۍ يوازې د توپوهونکو لوبې نه دي، بلکې توپ اچونکي په خپل مهارت او وړتيا سره کولاى شي چې په دې سياليو کې ځانونه ثابت کړي او دا چاره راشد خان، سنيل ناراين، جسپريت بومرا او لاسيت ملينګا ترسره کړې ده او دوى هغه توپ اچونکي دي چې په شل اوريزو سياليو کې ډېر ځلېدلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

حمدالله محب او کريم صادق

کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره د کرکټ په اړه خبرې کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار …