کورپاڼه / خبرونه / کريم صادق: د کرکټ بورډ په هره برخه کې نيمګړتياوې شته
د افغانستان کرکټ بورډ او کريم صادق

کريم صادق: د کرکټ بورډ په هره برخه کې نيمګړتياوې شته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې د کرکټ بورډ په هره برخه کې ډېرې نيمګړتياوې دي او که هغه په هره برخه کې دنده واخيسته، نو خپل ځان او وړتيا به ښکاره کړي.

نوموړي چې څو ورځې مخکې په خپله يوه مرکه کې اعلان وکړ، چې نور له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکوي او غواړي خپل ځاى ځوانانو ته پرېږدي، له زن ټلويزيون سره په خپله تازه مرکه کې ويلي دي چې له نړيوال کرکټ څخه ځکه استعفا ورکوي چې په افغانستان کې ډېر ښه ځوانان او استعدادونه شته دي خو هغسې کار ورته نه کېږي، هغه وايي له دې امله استعفا ورکوي تر څو د دې ځوانانو لپاره کار وکړي او دا نوي استعدادونه وروزي.

کريم صادق همدا راز له کرکټ بورډ څخه هم دا هيله وکړه، چې د هغه لاسته راوړنې به وستايي، هغه وويل چې دا نو کرکټ بورډ ته پرېږدو چې زما په اړه څه نظر لري.

نوموړي د کرکټ بورډ د مشرانو په اړه وويل، چې له پخوا راهيسې کرکټ بورډ ته چې څومره مشران راغلي دي، ټول په تخنيکي لحاظ کمزوري و، هغه وويل که چېرته له پيله کرکټ بورډ ته تخنيکي کسان د مشرانو په توګه راغلي واى، نو ښايي نن مو کرکټ له دې هم ډېره وده کړې واى.

کريم صادق دا هم وويل، چې د کرکټ بورډ په هر بخش کې ډېرې نيمګړتياوې دي او هغه چې په هر بخش کې دنده واخيسته، نو په هغه بخش کې به خپل ځان او وړتيا ښکاره کړي.

کريم صادق د ولسمشر غني پر مشاورينو هم نيوکې وکړې او وې ويل چې هر يو په دې هڅه کې وي چې خپل نږدې ملګري د کرکټ بورډ رياست ته راولي او همدې چارې کرکټ ته تاوان رسولى دى.

کريم صادق چې مخکې يې ويلي و، ستر ارمان يې دى چې په ټېسټ لوبه کې ګډون وکړي او له کرکټ بورډ څخه يې غوښتنه کړې وه چې د اسټراليا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې دې ورته چانس ورکړي، نو له هغه وروسته به نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړي، خو دغه ارمان يې هم نيمګړى پاتې شو.

د کريم صادق د استعفا له اعلان سره سم د کرکټ ملي لوبغاړو، پخوانيو چارواکو او د هغه مينه والو د هغه دا پرېکړه ستايلې ده او د هغه مينه وال غوښتنه کوي چې بايد په کرکټ بورډ کې ورته داسې دنده ورکړل شي تر څو نوي ځوانان وروزي.

کريم صادق که څه هم تر دې مهاله پورې په رسمي ډول خپله استعفا نه ده اعلان کړې، خو ويلي يې و چې په څو ورځو کې دننه به د يوې غونډې په ترڅ کې له نړيوال کرکټ څخه خپله استعفا ورکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي او اې بي ډيويليرز

د ويراټ کوهلي عکس ته د راشد خان جالبه تبصره

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي، چې په اى پي ايل کې د …