کورپاڼه / بېلا بېل / د ټک ټاک ويډيو مصرۍ نڅاګره د ٥ کلونو لپاره زندان ته ورسوله
سما المصري

د ټک ټاک ويډيو مصرۍ نڅاګره د ٥ کلونو لپاره زندان ته ورسوله

په مصر کې يوه بيلي نڅاګره د ټک ټاک په يوې ويډيو د پنځه کلونو لپاره زنداني شوه. ويل کېږي چې هغې په ټک ټاک خپله غېر اخلاقي ويډيو خپره کړې وه.

د ډېلي سټار د راپور په وېنا، د مصر د بيلي نڅا يوه نڅاګره چې سما المصري نومېږي، له دې امله ورته د پنځه کلونو د بند سزا اورول شوې ده، چې ټولنيز او کورني اخلاق يې تر پښو لاندې کړې دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ٤٢ کلنې نڅاګرې سما المصري په محکمه کې وويل، چې د هغې ويډيوګانې چا غلا کړي دي او وروسته يې د هغې په نوم ټک ټاک اکاونټ جوړ کړى او هلته يې خپرې کړې دي او هغه د دې ويډيوګانو د خپرولو مسووليت نه لري او نه يې ورته په اړه معلومات شته.

په راپور کې ويل شوي دي، چې سما المصري د روان کال د اپريل په مياشت کې پوليسو نيولې وه او دوسيه يې ورته جوړه کړې وه، چې د هغې د جرم له ثابتېدو وروسته ورته محکمې د پنځه کلونو بند سزا اورولې ده.

د رايټرز په يو راپور کې ويل شوي دي، چې سما المصري د مصر هېواد کورني او ټولنيز اخلاق تر پښو لاندې کړې دي او د مصر په قانون کې د داسې يو کار اجازه بېخي نشته دى.

په دغه راپور کې د جان طلعت له خولې ليکل شوي دي، چې په ازادۍ او اخلاقو کې د ځمکې او اسمان توپير دى. هغه له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د سما المصري په څېر نورې هغه ښځې چې په ټولنيزو رسنيو کې غېر اخلاقي عکسونه او ويډيوګانې خپروي، دا ټولې بايد بنديانې شي.

د يادولو وړ ده چې ټک ټاک د ويډيو خپرولو يو مشهور اپليکېشن دى، چې نن سبا په ټوله نړۍ کې ډېر مشهور دى او د ځوانانو په ګډون د پاخه عمر خلک هم هره ورځ خپلې ويډيوګانې جوړوي او په دې اپليکېشن کې يې خپروي.

Loading...

دا هم ولولئ

واده ١

د مودي پر سر اختلاف؛ هلک او نجلۍ خپل واده لغوه کړ

په هند کې د يو هلک او نجلۍ ترمنځ د هند لومړي وزير مودي پر …