په ننګرهار کې د خدايي خدمتګار او عدم تشدد د سرلاري خان عبدالغفار خان باچا خان مزار چې له ډېرو کلونو راهيسې يې د جوړېدو چارې روانې دي، ويل کېږي چې اوس به ډېر ژر دغه مزار او ورسره کمپليکس ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري خپلواک وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د عدم تشدد سرلاري خان عبدالغفار خان د مزار له کمپليکس څخه د ليدنې پر مهال خوښي وښوده چې د جوړېدو چارې يې وروستۍ شوي او ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په دغه خبرپاڼه کې زياته شوې ده، چې نوموړي د کمپليکس له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه او مسوولينو ته يې سپارښتنه وکړه چې پاتې چارې هم په معياري ډول ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د ننګرهار والي په ورته وخت کې د اراضۍ رياست د اداري ودانۍ له چارو هم څارنه وکړه او مسوولينو ته يې د کارونو په ښه ډول پر مخ وړلو لارښوونه وکړه.
د باچا خان يا خان عبدالغفار خان مزار او کمپليکس چې په لومړي ځل ورته د حامد کرزي په حکومت کې بوديجه منظوره شوې وه، خو تر دې مهاله پورې يې کارونه له ځنډ سره مخ شوي و او د ننګرهار هر والي به ژمنه کوله چې ژر تر ژره به دا مزار او کمپليکس جوړ کړي، خو کارونه يې همداسې پاتې و، چې د ننګرهار اوسني والي په وخت کې د دې مزار او کمپليکس کارونه چټک شول.
خان عبدالغفار خان چې په چارسده کې زېږېدلى و، د پښتنو لپاره يې اوږده مبارزه کړې، هغه د عدم تشدد په لاره روان و او د عدم تشدد د سرلاري په توګه هم يادېږي.