کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د اترا رييس: د انټرنېټ بيو راکمولو او سرعت زياتولو باندې کار کوو
عمر منصور انصاري

د اترا رييس: د انټرنېټ بيو راکمولو او سرعت زياتولو باندې کار کوو

د اترا رييس عمر منصور انصاري وايي، چې د افغانستان د انټرنېټي شبکې پر وايرلس شبکه فشار زيات دى، په بدل کې يې د ملي فايبر شبکې په پياوړي کولو سره د انټرنېټ بيو راکمولو او سرعت زياتولو باندې کار کوي.

هغه چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د اتل د اړيکو مرکز پرانيستغونډې ته يې وېنا کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې ډېر ژر به په کور دننه د (E-Learning) په نوم داسې وړيا انلاين سيسټم (Intra net) فعال کړو، چې محصلين او زده کوونکي به ترې د انټرنېټ نه پرته د خپل پوهنتون او ښوونځي ټول درسي مواد ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت او همدا راز اترا اداره له کلونو راهيسې د خلکو سره ژمنې کوي، چې د انټرنېټ بيې به راکمې او سرعت به يې زيات کړي، خو په عملي ډول هېڅ نه ښکاره کېږي.

په ټولنيزو رسنيو کې بيا وخت په وخت د مخابراتي شبکو او اتر پر ضد خلک پوسټونه کوي او په دوى نيوکې کوي، چې د انټرنېټ سرعت ډېر کم او بيې يې ډېرې لوړې دي، خو د اترا اداره يې په هېڅ غم کې نه ده.

څو مياشتې مخکې د ولس ژغورنې ټولنې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ دروازه هم له دې امله تړلې وه، چې د انټرنېټ بيې دې راکمې او سرعت دې تېز شي، هغه مهال د ياد وزارت وزير ژمنه کړې وه، چې دوى به د انټرنېټ بيې راکمې او سرعت به يې تېز کړي.

د ګاونډي هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د انټرنېټ بيې ډېرې زياتې دي او همدا راز د انټرنېټ سرعت ډېر کمزورى دى، چې خلک ترې سر ټکوي.

په تېرو درې کلونو کې د مخابراتي او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت او اترا ادارې په لسګونو ځل ژمنه وکړه چې د انټرنېټ سرعت به تېز او بيې به کمې شي، خو په دې کلونو کې بيا د دوى د ژمنو په پرتله د انټرنېټ سرعت لا هم کمزورى شوى دى او بيې يې نورې هم پورته شوې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …