کورپاڼه / سياست او روانې چارې / چين کې يو بل نوى ويروس په خوګ کې پېدا شوى
خوګ

چين کې يو بل نوى ويروس په خوګ کې پېدا شوى

چين کې ساينسپوهانو يو بل نوى ويروس په خوګانو کې پېدا کړى دى، چې ويل کېږي دا وړتيا لري چې يوه نړيواله وبا ترې جوړه شي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، چينايي ساينسپوهان وايي چې دا نوى ويروس په خوګانو کې پېدا شوى دى، خو دا انسانانو ته انتقالېدلى شي.

ساينسپوهان اندېښمن دي، چې دا ويروس هم لکه د کورونا ويروس په څېر ځان بدلولى شي او که انسانانو ته لاړ نو ډېر ژر به له يو څخه بل انسان ته انتقالېږي او يوه نړيواله وبا به ترې جوړه شي.

چينايي ساينسپوهان وايي، که څه هم د اوس لپاره دا ويروس يوه خطره نه ده، خو دا ويروس د انسانانو د اغېزمن کولو لپاره پوره وړتيا لري او بايد د دې ويروس کلک څار وشي.

دوى وايي، چون دا ويروس اوس بېخى نوى دى، نو انسانانو کې د دې ويروس پر ضد مدافعتي قوت يا کم دى او يا خو بېخي نشته دى.

چينايي ساينسپوهانو همدا راز له حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې په خوګانو کې پېدا شوي د دې ويروس د مخنيوي لپاره دې ژر تر ژره هغه ځايونه، چې خوګان پکې ساتل کېږي او خلک پکې کار کوي، تر کنټرول لاندې راولي او سخت احتياطي تدابير دې پرې عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٩ کال په دسمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې د کورونا ويروس خپور شو، چې دا ويروس ډېر په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

له دې ويروس څخه تراوسه پورې له ١٠ ميليونو څخه زيات کسان اغېزمن شوي دي او په ټوله نړۍ کې له دې امله ګرځبندېز اعلان شوى دى، که څه هم په ډېرى هېوادونو کې ګرځبندېز کې نرمښت راغلى دى، خو لا هم دا ويروس په چټکۍ خپرېږي او د مخنيوي لپاره يې تر دې مهاله پورې کوم اغېزمن درمل يا واکسين نه دي جوړ شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

يوسف غضنفر او اشرف غني

د ولسمشر ځانګړى استازى يوسف غضنفر د کورونا له امله ومړ

په اقتصادي، سوداګريزو او له فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر محمد …