د کورونا ويروس له امله په اګست کې ټاکل شوې د اسټراليا او زمبابوې لوبډلو ترمنځ سيالۍ هم لغوه اعلان شوې.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، پلان شوې وه چې په اګست مياشت کې به د زمبابوې کرکټ ملي لوبډله د اسټراليا سفر وکړي، خو د کورونا له امله دغه سفر لغوه شوى دى.
د اسټراليا کرکټ بورډ په وېنا، دوى د زمبابوې کرکټ بورډ سره تر خبرو وروسته پرېکړه وکړه، چې په اوسني حالت کې بايد دغه سيالۍ لغوه شي.
له زمبابوې سره د لوبلړۍ تر لغوه کېدو وروسته اسټراليا دې ته په تمه ده چې له انګلستان سره لوبلړۍ ترسره کړي.
د يادولو ده چې د زمبابوې او اسټراليا ترمنځ د اګست له ٩مې نېټې څخه تر ١٥مې نېټې پورې ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې د اسټراليا په کوربه توب ترسره کېدونکې وې.
له دې مخکې هم ډېر شمېر د کرکټ نړيوالې سيالۍ د کورونا له امله لغوه اعلان شوې دي، چې تازه نيوزيلېنډ بنګله دېش ته او بنګله دېش بيا سريلانکا ته د خپلو لوبډلو سفرونه لغوه اعلان کړي دي.
بل لوري ته بيا د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته تللې ده او هلته به د انګلستان سره د جولاى په اتمه نېټه د ٣ ټېسټ لوبو لړۍ پيل کړي. دا لړۍ به پرته له تماشچيانو ترسره شي او لوبغالو ته به هېڅوک نه پرېښودل کېږي.
په ورته حالت کې بيا د پاکستان کرکټ ملي لوبډله هم انګلستان ته دوه ورځې مخکې تللې ده او هلته د کرنټين تر مودې وروسته به يې د کورونا ټېسټونه وشي، چې د ويسټ انډيز سره تر لړۍ پاى ته رسېدو وروسته به له انګلستان سره د ٣ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړي.