په چين کې هغه مهال خلک ډېر زيات حېرانه شو، چې د کورونا ويروس شکل ته ورته ږلۍ وشوه.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د چين د بيجنګ ښار اوسېدونکو په ټولنيزو رسنيو کې د ږلۍ عکسونه خپاره کړي دي او دا عکسونه داسې دي، لکه څنګه چې د کورونا ويروس شکل جوړ شوى دى.
دا ږلۍ د پنجشنبې په ورځ په بيجنګ کې شوې ده، چې تېزه هوا هم ورسره چلېدله.
په چين کې کورونا ويروس يو ځل بيا سر راپورته کړى دى او د ووهان د ښار په څېر شاوخوا نيم ميليون کسان په کورونو کې کرنټين شوي دي.
خو په چين کې د دې ږلۍ، چې ډېره عجيبه او د کورونا ويروس شکل ته ورته ده، خلک ډېر زياته حېرانه کړې دي او په ټولنيزو رسنيو دا عکسونه او ويډيوګانې بېخي زياتې خپرې شوې دي.
Hailstorm in #Beijing at the Dragon Boat Festival today, with hailstones shaped like the #coronavirus.pic.twitter.com/fUvb1hCzr7
— Disclose.tv 🚨 (@disclosetv) June 25, 2020
د مېل انلاين د راپور په وېنا، تېر کال په مېکسيکو کې هم همداسې پېښه شوې وه، چې د کورونا ويروس شکل ته ورته ږلۍ ترسره شوې وه.
ځايي خلکو بيا دا فکر کړى دى، چې دا د خداى له لوري يوه لارښوونه کېداى شي، په ټولنيزو رسنيو کې د دواړو ږليو عکسونه ډېر زيات خپاره شوي دي او خلک دې چارې سخت ويرولي دي.
More photos of #CCPVirus like hail in #Beijing, today. 端午节北京下冰雹 越看越像 #中共病毒 https://t.co/3GGmSBmIXQ pic.twitter.com/G0iEduVCyZ
— Jennifer Zeng 曾錚 (@jenniferatntd) June 25, 2020
In some parts of Odisha we had corona virus shaped hailstones a few days back. pic.twitter.com/luNjRkJw0c
— Maitri Behura (@maitribehura) April 30, 2020