کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هند کې مېشتو افغانانو ته د سفارت خبرتيا
افغان سفارت، نوى ډيلى

هند کې مېشتو افغانانو ته د سفارت خبرتيا

په هند کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د سفارت د کونسلي او تحصيلي څانګو د چارو د بيا پيلېدو په تړاو خبرتيا خپره کړې ده.

په هند کې د کورونا ويروس پېښې که څه هم ورځ تر بلې ډېرې شوې دي، خو بيا هم په هند کې په ګرځبندېز کې نرمښت راوستل شوى دى او تر ډېره پورې هڅه شوې ده چې ژوند بېرته عادي شي.

په دې لړ کې په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت هم د کونسلي او تحصيلي څانګو د پرانيستو اعلان کړى دى او په هند کې مېشتو افغانانو لپاره يې يوه خبرتيا خپره کړې ده.

په دې خبرتيا کې راغلي دي: ((په هند کې مېشتو درنو افغانانو د پام وړ! په دې توګه ټولو افغانانو ته خبر ورکول کېږي چې په نوي ډيلي کې د افغانستان ا.ج سفارت د کونسلي او تحصيلي څانګې په پام کې لري چې د صحي سپارښتنو پروتکل پر بنسټ او صحي محافظوي لارښونو په رعايت کولو سره د چنګاښ مياشتې ١١مې نېټې څخه چې د جولاى مياشتې لومړۍ نېټې سره سمون لري، خپلې چارې له سره پيل کړي.))

د افغان سفارت خبرتيا

په دغه خبرتيا کې همدا راز د هند مېشتو افغانانو څخه غوښتنه شوې ده چې د نوبت لپاره دې ورسره اړيکه ونيسي او پرته د نوبت اخيستلو څخه دې سفارت ته نه ورځي.

په خبرتيا کې ليکل شوي دي، چې د دوشنبې، چارشنبې او جمعې په ورځ به د پاسپورټ او تذکرې خدمتونه ترسره کېږي او همدا راز د سه شنبې او پنجشنبې په ورځو کې به تصديقونه (تحصيلي، تجارتي، نکاح خط او نور اسناد) خدمتونه ترسره کېږي.

همدا راز افغان سفارت له ټولو افغانانو غوښتنه کړې ده چې سفارت ته له ورتګ سره سم دې ټول احتياطي او روغتيايي لارښوونې عملي کړي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې نه يوازې دا چې ډېر افغانان مېشت دي، بلکې هلته ډېر افغانان زده کړو ته هم ځي او د درملنې لپاره هم ورځي، په هند کې د ګرځبندېز له اعلان سره سم هلته ډېر شمېر افغانان بند پاتې شوي و، چې تر ډېره پورې يې په ځينو ځانګړو الوتکو کې هېواد ته راستانه شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

يوسف غضنفر او اشرف غني

د ولسمشر ځانګړى استازى يوسف غضنفر د کورونا له امله ومړ

په اقتصادي، سوداګريزو او له فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر محمد …