کورپاڼه / خبرونه / د نړۍ چاغ لوبغاړى د انګلستان پر وړاندې لوبې ته لېواله دى
راهکيم کورنوال

د نړۍ چاغ لوبغاړى د انګلستان پر وړاندې لوبې ته لېواله دى

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې الراونډر راهکيم کورنوال هم د هغه ١٤ کسيزې لوبډلې غړى دى، چې اوس په انګلستان کې ده او د ٣ ټېسټ سياليو لوبلړۍ به ترسره کوي.

راهکيم کورنوال د انګلستان پر وړاندې په لوبډله کې په اخيستو ډېر خوشحاله دى، د دې لوبلړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه د جولاى په اتمه پيلېږي او تر ١٢مې به دوام وکړي، همدا راز لوبغالي ته به هېڅ تماشچيان پرې نه ښودل شي.

د نړۍ تر ټولو چاغ لوبغاړي راهکيم کورنوال له اي ايس پي اين کريک انفو سره په خپله مرکه کې وويل، چې يو ځل بيا د کرکټ په کولو ډېر خوشحاله دى او د ويسټ انډيز لوبډلې برخه کېدل د هغه لپاره د وياړ خبره ده.

کورنوال زياته کړه، چې په برېتانوي لوبغالو کې لوبه کول ورته له کوم چېلنج څخه کمه نه ده، هغه تر دې مخکې په ٢٠١٨ کال کې په انګلستان کې د ويسټ انډيز لوبډلې لپاره لوبېدلى دى.

راهکيم کورنوال ٢

راهکيم تېر کال په جميکا ټېسټ کې د هند پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه او په لکنو کې يې بيا د افغانستان پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې ١٠ ويکټې ترلاسه او غوره توپ اچونکى شو.

راهکيم کورنوال د کرکټ د نړۍ تر ټولو زيات وزن لرونکى يا چاغ لوبغاړى دى، هغه الراونډر دى چې اف سپينر دى او په توپوهنه کې بيا لوير ارډر باندې توپوهنې ته راووځي.

هغه تېر کال د ويسټ انډيز پر وړاندې په تمريناتي لوبه کې پنځه ويکټې ترلاسه کړې وې، نوموړي د پجارا، ويراټ کوهلي او اجينکى ريهانى په څېر لوبغاړي له سخت مشکل سره مخ کړي و.

کورنوال وايي، هغه مهال ډېر خوشحاله شو چې ويراټ کوهلي ورته د تمريناتو پر مهال وويل چې توپ اچونه ورته وکړي. هغه وايي چې ويراټ يو مخکښ توپوهونکى دى او هغه ته د توپ اچونې پر مهال ډېر څه زده کېداى شي.

راهکيم کورنوال ١

نوموړي وويل، که څه هم د انګلستان لوبغالي د ورو توپ اچونې لپاره ډېر ښه نه دى، خو موسم وچ دى او د ورو توپ اچونې لپاره ډېر ښه جوړ دى.

د يادولو وړ ده چې د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ به لومړۍ ټېسټ لوبه د جولاى په ٨مه، دويمه د جولاى په ١٦مه او دريمه د جولاى په ٢٤مه نېټه پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هستي ګل عابد

کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې ليرې کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى، د کرکټ بورډ د کورني کرکټ پخوانى مدير …