کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اروپايي هېوادونو پر پاکستاني الوتکو ٦ مياشتې بندېز ولګاوه
PIA

اروپايي هېوادونو پر پاکستاني الوتکو ٦ مياشتې بندېز ولګاوه

د اروپايي ټولنې د هوايي خونديتوب ادارې پر پاکستاني الوتکو (پي اى اې) اروپايي هېوادونو ته د سفر ٦ مياشتينى بندېز ولګاوه او اجازه نامه يې ورته لغوه کړه.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، نن د شپې ١٢ بجې، يعنې د جولاى له لومړۍ نېټې څخه به د پاکستان د پي اى اې الوتکې ونه شي کولاى چې اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي.

د اروپايي ټولنې د هوايي خونديتوب ادارې له دې اعلان وروسته د پاکستان د پي اى اې الوتکو اروپايي هېوادونو ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي او هغه کسانو چې ټکټونه يې اخيستي و، هغوى ته ويل شوي دي چې خپل ټکټونه دې بېرته واپس کړي.

دغه ادارې د پاکستان د الوتکو پر وړاندې دا ګام وروسته له هغې پورته کړ، چې کله معلومه شوه د پاکستان د پي اى اې الوتکو شرکت سره ٢٦٢ داسې پيلوټان کار کوي، چې لايسنسونه يې جعلي جوړ کړي دي.

د پاکستان حکومت په کراچۍ کې د الوتکې د رالوېدو وروسته څېړنې پيل کړې، چې په څېړنو کې معلومه شوه چې ٢٦٢ پاکستاني پيلوټانو جعلي لايسنسونه جوړ کړي دي او دندې پرې ترسره کوي.

د پاکستان يو وزير غلام سرور خان ويلي و، چې په ٢٦٢ پيلوټانو کې ٢٨ تنه پيلوټان يې داسې هم دي، چې د هغوى ټول اسناد جعلي راوتلي دي او همدا راز د ٤ داسې پيلوټانو په اړه هم معلومات ترلاسه شوي دي چې هېڅ دنده يې نه ده ترسره کړې.

د دې راپور تر خپرېدو وروسته د وېتنام هوايي چلن ادارې هم اعلان وکړ، چې هغه پاکستاني پيلوټان چې له دوى سره دندې ترسره کوي، له کارونو څخه منع شوي دي او د الوت اجازه به ورنکړل شي.

بل لوري ته د پاکستان د هوايي چلن ادارې (پي اى اې) وياند وايي، چې دوى د اروپايي ټولنې د هوايي خونديتوب ادارې سره په اړيکه کې دي او په دې هڅه کې دي چې د هغوى اندېښنې ختمې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

يوسف غضنفر او اشرف غني

د ولسمشر ځانګړى استازى يوسف غضنفر د کورونا له امله ومړ

په اقتصادي، سوداګريزو او له فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر محمد …