کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ستر امپراتور احمد شاه بابا ته سپکاوى او د خلکو غبرګون
احمد شاه بابا

ستر امپراتور احمد شاه بابا ته سپکاوى او د خلکو غبرګون

د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ معين سرور جوادي احمد شاه بابا د امپراتور په توګه نه مني. پژواک خبري اژانس د هغه مکتوب عکسونه خپاره کړي دي، چې په يوه کې احمد شاه بابا ته د امپراتور لقب ليکل شوى دى، خو د پاليسۍ معين سرور جوادي پر دغه لقب خط کش کړى دى او ويلي يې دي چې دا لقب دې ونه ليکل شي، همدا راز په بل مکتوب کې بيا د امپراتور کلمه نشته دى او لاسليک پرې شوى دى.

د پژواک د راپور په وېنا، دا مکتوبونه په کندهار ښار کې د  احمد شاه بابا د کور حرم سرای د بیا ترمیم لپاره اطلاعاتو او کلتور وزارت ته استول شوي دي.

مکتوب

په ورته وخت کې بيا د ولسي جرګې يو کارمند احمد شاه بابا ته سپکاوى کړى دى او د هغه په يوه انځور يې داسې تبصره کړې ده، چې د خلکو غبرګونونه يې راپارولي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې يو ځل بيا د احمد شاه بابا په اړه بحث ګرم شوى دى او ډېرى ټولنيز فعالان بيا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ستر امپراتور احمد شاه بابا ته سپکاوي کوونکي دې له دندو ليرې شي او پر وړاندې دې يې قانوني ګامونه پورته شي.

نجيب الله ازاد په خپل يو پوسټ کې د نوموتي ليکوال ګنډا سينګ د هغه کتاب چې په احمد شاه بابا باندې يې ليکلى دى، ځينې عکسونه خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي دي چې دا کتاب نه کوم افغان او نه هم کوم مسلمان ليکلى دى، بلکې دا کتاب يو سيک ليکلى دى او احمد شاه بابا يې نه يوازې دا چې ستر اتل امپراتور او يوازې د معاصر افغانستان بنسټګر نه بلکې اسيا جوړونکى بللى دى.

معصوم جان معصومي بيا په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې احمد شاه بابا يو لوى نوم او لوى تاريخ دى، هغه د جنوبي او مرکزي اسيا امپراتور دى. احمد شاه بابا هغه څوک دى چې د افغانستان ټول قومونه پرې راټول شو او د لوى افغانستان بنسټ يې کېښود.

نظيم سمون ليکلي دي، چې لمر په دوه ګوتو نه پټېږي، بابا امپراتور و او نوم به يې تلپاتې وي.

په اسلام اباد کې افغان سفير شکرالله عاطف مشعل بيا د پښتونخوا د نوموړې انځورګرې الماس خانم له لوري په ستن او تار جوړ شوى د ستر احمد شاه بابا انځورونه خپاره کړي دي.

د يادولو وړ ده چې په دې تړاو په سلګونو پوسټونه په فېسبوک او ټويټر کې شوي دي، خو موږ د نمونې په ډول د خلکو غبرګون په يو څو پوسټونو کې راواخيست.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد صديق پتمن

په خوست کې د اليکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پیل شو

په خوست ولايت کې د اليکترونکي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوه. تراوسه پورې په …