کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ابدالي بنسټ: د ملي وياړونو په وړاندې ګواښ او توهين د زغم وړ نه دى
احمد شاه بابا

ابدالي بنسټ: د ملي وياړونو په وړاندې ګواښ او توهين د زغم وړ نه دى

د لوى احمد شاه بابا بنسټ د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ معين سرور جوادي له لوري د احمد شاه بابا له نوم څخه د (امپراتور) کلمې ليرې کولو په اړه په يوه اعلاميه کې ويلي دي:

((په خواشينۍ سره مې د پژواک له خبري رسنۍ څخه د ملي نواميسو، وياړونو او افتخاراتو د لوى سمبول ضد خبر ولوست، چې د سيمه ييزو ارګانونو يوه بې بندوباره مرستيال، چې باور دى د پرديو د لاسپوڅي په توګه يې خپله دنده ترسره کړې ده. دغه دولتي مامور د اسيا د لوى امپراتور لوى احمد شاه بابا له نامه سره د “امپراتور” په وياړ باندې کرښه راايستلې او د هغه له لاسليک څخه يې ډډه کړې ده. بل ليک يې چې په هغه کې د امپراتور کلمه نه ده ليکل شوې هغه يې لاسليک کړى دى.))

دا هم ولولئ: ستر امپراتور احمد شاه بابا ته سپکاوى او د خلکو غبرګون

په دغه اعلاميه کې همدا راز زياته شوې ده: ((د دغه بې مسووليته دولتي مامور دغه چلند په هېڅ ډول زموږ له ملي، اسلامي او تاريخي وياړونو په وړاندې د بخښنې وړ نه دى، ځکه دغه ښاغلى په دغه چلند سره له شکه پرته د هغو پرديو د ګمارل شوي، جاسوس او لاسپوڅي دنده ترسره کړې، چې هغو کله هم د افغانستان د تاريخي وياړونو او لويو واکمنانو او امپراتورانو او لويو تاريخي او فرهنګي وړتياوو برلاسى نه مني.))

په اعلاميه کې مخکې ليکل شوي: ((د لوى ټولواکمن، د اسيا د لوى امپراتور، د اوسني افغانستان د بنسټوال نوم او تاريخي وياړونه د افغانستان د تاريخ هغه طلايي هڅې او هغه ملي سرې کرښې دي، چې د هغو له امله تاريخي افغانستان د يوه برلاسي او تاريخي ملت د وياړ هويت د ځان کړى دى.))

د لوى احمد شاه بابا بنسټ په دغه اعلاميه کې زياته شوې ده: ((د لوى احمد شاه بابا بنسټ او غړي د اسيا د دغه لوى امپراتور چې نه يوازې د افغانستان بلکې د ټولې اسيا او اسلامي نړۍ د سرلوړۍ وياړ دى، په وړاندې د يوه بې مسووليته او له تاريخي حقايقو ناخبره مامور دغه چلند يو ملي ضد او له ملي مصالحو سره د خيانت څرګنده نښه او د پرديو په اشاره عمل ګڼي. له دولت او حکومت او له قانوني مراجعو څخه هيله کوي، چې دغه موضوع، د هغې لاملونه وڅېړي او خلکو ته په دغه اړه خپل معلومات او څېړنې زر تر زره وړاندې کړي او نوموړى کس بايد د محاکمې ډګر ته راکش کړي.))

Loading...

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …