کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ګلبدين حکمتيار د حکيم الکوزي هڅې وستايلې
ګلبدين حکمتيار او حکيم الکوزى

ګلبدين حکمتيار د حکيم الکوزي هڅې وستايلې

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له هغه حکيم سره ليدلي دي، چې ادعا کوي د کورونا ويروس ناروغانو لپاره يې ژوند ژغورونکي درمل جوړ کړي دي.

د حزب اسلامي له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار د سې شنبې په ورځ د کورونا ضد درملو جوړونکي او طبيب حکيم الکوزي سره وليدل.

په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د محمد حکيم الکوزي له لوري د جوړو شويو درملو د اغېزو او موجوده ستونزو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.

حکيم الکوزي په دې ناسته کې وويل، چې موږ ته د هېوادوالو روغتيا مهمه ده او هڅه به وکړو چې ناروغانو ته د درملو د وېش لړۍ جاري وساتو.

همدا راز ګلبدين حکمتيار بيا د حکيم الکوزي هڅې وستايلې او د هر رازۍ همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه. همدا راز په اعلاميه کې دا هم ويل شوي دي چې د حکيم الکوزي د درملو د وېش بهير به دا ځل د حزب اسلامي په مرسته د کابل ښار په ارالامان کې پيل شي.

د يادولو وړ ده چې حکيم الکوزى ادعا لري چې داسې درمل يې جوړ کړي دي چې د درې څاڅکو په چاى کې څښلو سره د کورونا ناروغ په درې ساعتونو کې رغوي.

خو بل لوري ته د عامې روغتيا وزارت خلک د حکيم الکوزي د درملو له خوړلو څخه منع کړي دي او ويلي يې دي چې له خوړلو يې ډډه وکړئ، ځکه چې ناتاييد شوي درمل دي.

همدا راز د عامې روغتيا وزارت وزير احمد جواد عثماني د کورنيو چارو وزارت څخه رسمي غوښتنه هم کړې وه چې د حکيم الکوزي د درملو وېش دې ودروي او هغه دې ونيسي.

خو بل لوري ته ويل کېږي چې حکيم الکوزي اوس هم د درملو وېش روان ساتلى دى او خلکو ته د کورونا ويروس درمل ورکوي. ډېرى خلک ادعا لري چې د دې درملو په خوړلو رغېدلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …