په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وزير وايي، چې اداري فساد د وطن د عزت پر لباس ناولى داغ دى او د ژمنه يې دا ده چې د هر فساد مقابل کې په د ولس تر څنګ وي.
ضيا الحق امرخېل چې څه موده مخکې د ولسمشر غني له لوري په پارلماني چارو کې د دولت وزير په توګه وټاکل شو، هغه په خپل يو تازه ټويټ کې ليکلي دي، چې اداري فساد نه يوازې د پرمختګ مانع دى، بلکې د وطن د عزت پر لباس ناولى داغ هم دى.
ضيا الحق امرخېل ليکي، چې د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه د وخت شديده اړتيا او د هر چا مسووليت دى. ژمنه مې دا ده چې د هر فساد مقابل کې به د ولس تر څنګ يم.
هغه مخکې ليکي، څومره چې له جلالتماب ولسمشره شناخت لرم، هغه هم دې مبارزې ته ژمن دى، دا مبارزه به په ګډه کوو.
اداري فساد نه یوازې دپرمختګ مانع دی؛بلکې دوطن د عزت پر لباس ناولی داغ هم دی.پر ضد یې جدي مبارزه د وخت شدیده اړتیا او د هر چا مسولیت دی.ژمنه مې دا ده چې د هر فساد مقابل کې به د ولس تر څنګ یم.څومره چې له جلالتماب ولسمشره شناخت لرم؛هغه هم دې مبارزې ته ژمن دی.دا مبارزه به په ګډه کوو.
— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) June 30, 2020
ضيا الحق امرخېل چې مخکې د ولسمشر غني په ولسي او سياسي چارو کې ستر سلاکار و، اوس په پارلماني چارو کې د دولت وزير دى، هغه يو له هغه چارواکو څخه دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعاله دى.
د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې اداري فساد هغه څه دي چې نه يوازې هېوادوال ترې سر ټکوي، بلکې نړيوال هم له دې څخه سر ټکوي او وايي چې په افغان حکومت کې اداري فساد تر ټولو لويه ستونزه ده.
نړيوال بيا له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د فساد پر وړاندې دې جدي مبارزه وکړي، په ځينو راپورونو کې دا هم ويل شوي دي چې په افغان حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې احساس مړ شوى دى.
په وروستيو کې بيا تورونه لګول کېږي چې د کورونا د مخنيوي لپاره له افغانستان سره شويو مرستو کې هم پراخ فساد شوى دى، چې ولسمشر غني يې د پلټنو امر هم کړى دى.