کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبغاړى ميروېس اشرف ٣٢ کلن شو
ميروېس اشرف

د ملي لوبډلې لوبغاړى ميروېس اشرف ٣٢ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر ميروېس اشرف ٣٢ کلن شو، د نوموړي کليزه د جون په ٣٠مه نېټه ده، هغه د ١٩٨٨ کال د جون په ٣٠مه نېټه په کندوز ولايت کې زېږېدلى دى.

ميروېس اشرف د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د ٢٠٠٩ کال د اګست په ٣٠مه نېټه د نيدرلېنډز پر وړاندې ترسره کړې وه او لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه يې بيا د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ په ٤مه نېټه د کاناډا پر وړاندې ترسره کړې وه.

ميروېس اشرف چې د ملي لوبډلې ښي لاسى فاسټ ميډيم توپ اچونکى دى، د دې تر څنګ توپوهونکى هم دى او د افغانستان لپاره يې تر دې مهاله پورې ٤٦ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي د ٢٩.٥٦ په اوسط او د ٤.٠٦ په اکانومۍ سره په يو ورځنيو لوبو کې ٤٦ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې بيا د ٣٥ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

همدا راز په شل اوريزو لوبو کې بيا د هغه اوسط ٣١.٧١ او اکانومي يې ٦.٧٩ ده، چې ١٤ ويکټې يې ترلاسه کړې دي او په يوه لوبه کې يې د ٦ منډو په ورکولو سره دوه ويکټې ترلاسه کړې دي.

نوموړي همدا راز ٣١ فرسټ کلاس سياليو کې هم برخه اخيستې ده چې ٥١ لوبغاړي يې سوځولي دي، په ليسټ اې سياليو کې هغه په ٧١ لوبو کې ٧٦ او په ٥٥ شل اوريزو لوبو کې يې ٤٥ ويکټې ترلاسه کړې دي.

ميروېس اشرف هم يو له هغه لوبغاړو څخه دى، چې تر ډېره پورې ورسره د مور او مېرې چلند شوى دى، هغه خپله وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د ٢٠١٦ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د بنګله دېش پر وړاندې او وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه يې د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په ٨مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړې ده او له هغه وروسته نوموړي ته په هېڅ لوبه کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.

له ميروېس اشرف سره د کرکټ بورډ د مور او مېرې چلند له دې هم واضحه ښکاري، چې کرکټ بورډ چې د هر لوبغاړي د کليزې په ورځ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه پوسټ کوي او د کليزې مبارکي ورته ورکوي، سږکال يې د جون په دېرشمه نېټه ميروېس اشرف ته د کليزې مبارکي نه ده ورکړې او نه يې هم په فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

حمدالله محب او کريم صادق

کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره د کرکټ په اړه خبرې کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار …