کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو ٤٠ ميليونه عايد ترلاسه کړى
هندواڼې

کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو ٤٠ ميليونه عايد ترلاسه کړى

په کونړ کې د هندوانو له حاصلاتو څخه بزګرانو ٤٠ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى، همدا راز ځايي خلکو ويلي دي چې د کونړ هندواڼې خوندورې دي.

د کونړ د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، د کونړ ولايت په خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او سرکاڼو ولسواليو کې سږکال په څه باندې ١٠٠٠ جريبه ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې، چې له حاصلاتو يې بزګران خوښ دي او له بېلا بېلو سيمو خلک د هندواڼو پېرلو ته ورځي.

د کونړ ولايت د کرنې رييس نجيب الله ويلي دي، چې د ترلاسه شويو مالوماتو په اساس، سږکال په کونړ ولايت کې د ١٠ زرو څخه نيولې تر ١٢ زرو ټنو پورې د هندواڼو حاصلات رسېدلي دي، چې پر مټ به يې خلکو ته شاوخوا ٤٠ ميليونه افغانۍ عايد په لاس ورغلى.

هندواڼې ١

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ځايي خلک بيا د نورو سيمو په پرتله د کونړ هندواڼې خوندورې بولي او له دولت او پانګوالو څخه غوښتنه کوي چې د باغدارۍ سکتور په لا پياوړتيا دې پانګونه وکړي.

په کونړ کې د کرنیز سکټو د میکانیزه کيدو د هڅو په پایله د خلکو پام باغدارۍ ته اوښتی چې د نارنج، لیمو، مالټې، زردالو او الوچو ترڅنګ اوس د چارمغزو او شفتالوانو په باغونو میلیونونه افغانۍ پانګونه شوې.

د يادولو وړ ده چې سږکال د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د تازه مېوو حاصلات د نورو کلونو په پرتله څو چنده زيات شوي دي.

هندواڼې همدا راز بيا په فراه ولايت کې هم زياتې شوې دي او په ننګرهار ولايت کې هم هندواڼو سږکال زيات حاصلات ورکړي دي. همدا راز ځمکني توت هم په يو شمېر ولايتونو کې څو چنده زيات حاصلات ورکړي دي او د بلخ په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د بېلا بېلو مېوو حاصلات څو چنده زيات شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

حليم فدايي

حليم فدايي د پکتيا نوى والي وټاکل شو

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د خوست مخکينى والي محمد حليم فدايي د پکتيا …