کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې له ټک ټاک څخه د دې کاروونکي څومره پېسې ګټي؟
پاکستاني ټک ټاک کاروونکي

پاکستان کې له ټک ټاک څخه د دې کاروونکي څومره پېسې ګټي؟

ټک ټاک چې نه يوازې په افغانستان کې مشهور شوى دى، بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر زيات مشهور دى او په ميليونونو خلک يې کاروي، خو ايا پوهېږئ چې له دې څخه د پاکستان ځينې ټک ټاک کاروونکي څومره پېسې ګټي؟

د پاکستان يوې ټلويزيوني خپرونې کې يو شمېر د پاکستان هغه کسان چې په ټک ټاک کې ډېر مشهور شوي دي، مېلمانه شوي و، په دغه خپرونه کې کوربه له دوى پوښتنه وکړه، چې له ټک ټاک څخه څومره پېسې ګټي؟

د هغه د پوښتنې په ځواب کې دوى وويل، چې د دوى د ګټې کچه د ويډيو په شمېر، د سپانسرانو او شرکتونو پورې تړاو لري، خو د اريکا په نوم د ټک ټاک کاروونکې وويل، چې د ويډيوګانو په بدل کې د مياشتې له ١٠٠ زرو څخه تر ٢٠٠ زرو پورې پاکستانۍ کلدارې ګټي.

همدا راز د مجتبى لاکاني او اېمن زمان په نوم ټک ټاک کاروونکو وويل، چې دوى د يو موبايل شرکت لپاره يوه ويډيو جوړه کړې وه چې د هغې په بدل کې ورته ١٦٠ زره پاکستانۍ کلدارې ورکړل شوې وې.

همدا راز د شيري او مشال په نوم د ټک ټاک کاروونکي بيا وايي، چې د دوى دواړه د مياشتې شاوخوا ٤٠٠ زره پاکستانۍ کلدارې له ټک ټاک څخه ترلاسه کوي، دا دواړه خور او ورور دي چې په ټک ټاک باندې کومېډي ويډيوګانې خپروي.


د يادولو وړ ده چې ټک ټاک يو چينايي اپليکېشن دى، چې دوه ميليارده کسانو ډاونلوډ کړى دى او هره مياشت ٨٠٠ ميليونه ليدونکي لري، چې دا ٨٠٠ ميليونه هره مياشت ټک ټاک ګوري يا پکې څه نا څه ترسره کوي.

هند بيا د ټک ټاک په ګډون د چين ٥٩ اپليکېشنونو باندې د بندېز لګولو اعلان کړى دى.

له ټک ټاک څخه په ټوله نړۍ کې ډېرى خلک ډېرې پېسې ګټي، که څه هم په افغانستان کې هم د ټک ټاک کاروونکي ډېر دي، خو دلته د اعلاناتو برخه دومره قوي نه ده، چې له ټک ټاک څخه دې خلک ډېرې پېسې وګټي.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ته ورته ږلۍ

چين کې د کورونا شکل ته ورته ږلۍ شوې

په چين کې هغه مهال خلک ډېر زيات حېرانه شو، چې د کورونا ويروس شکل …