کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د Realme نوى او ارزانه ځيرک موبايل
Realme C11

د Realme نوى او ارزانه ځيرک موبايل

Realme يو نوى او ځيرک داسې موبايل وړاندې کړى دى، چې ارزانه او په زړه پورې موبايل دى. دې ځيرک موبايل ته د Realme C11 نوم ورکړل شوى دى.

دا موبايل ٦.٥ انچه اېچ ډي پلس شيشه لري، چې که درنه اوبو کې ولوېږي هم تاوان ورته نه رسېږي.

Realme C11 کې د هيليوجي ٣٥ پراسيسر لګول شوى دى، ٢ جي بي رېم او ٣٢ جي بي ميموري پکې دى، چې کولاى شي ډېر څه پکې جمع کړئ.

همدا راز په دې موبايل کې د ميموري کارټ ځاى هم ورکړل شوى دى، چې په دې سره تاسې کولاى شئ تر ٢٥٦ جي بي ميموري کارټ پورې پکې وکاروئ.

په دې موبايل کې د انډرويډ ١٠ اپريټنګ سيسټم انسټال شوى دى.

دا د Realme لومړنى ځيرک موبايل دى چې د کمرې نوى او په زړه پورې ډيزاين پکې ورکول شوى دى، چې د ايفون ١١ موبايل ته ورته ډيزاين دى.

Realme C11 Features

په دې ځيرک موبايل کې د فنګر پرنټ (په ګوته د موبايل خلاصول) ځانګړتيا نشته دى، خو د مخ په مرسته بيا تاسې کولاى شئ چې موبايل مو خلاص يا ان لاک کړئ.

همدا راز د دې موبايل بيټري بيا ٥٠٠٠ اېم اې اېچ ده، چې په ډېر چټک ډول چارجېږي.

د Realme شرکت ادعا کړې ده، چې که يو ځل دا موبايل چارج شي او همداسې کېښودل شي نو ٤٠ ورځو پورې چارج ساتي، همدا راز که په دې موبايل پرلپسې ګېمونه وشي نو چارج يې ١٢ ساعته کار کوي، که پرلپسې ويډيوګانې پرې وليدل شي نو ٢١ ساعته او ٣٠ دقيقې کار کوي او که پرې پرلپسې خبرې کوئ، نو بيا شاوخوا ٣٢ ساعته کار کوي.

د موبايل په شا باندې ١٣ ميګا پکسله مرکزي کمره ده، همدا راز ٢ ميګا پکسله ډيپت کمره هم ورسره ده او د ايل اي ډي فلش سره سره د اې اى کمره هم لري.

همدا راز مخې ته يې بيا ٥ ميګا پکسل کمره د سيلفي لپاره لګول شوې ده.

دا ځيرک موبايل به لومړى د جولاى په لومړۍ اونۍ کې په مالېزيا کې دوه رنګونو کې پلور ته وړاندې شي. د دې موبايل بيه ١٠٠ ډالر ده، چې شاوخوا اووه نيم زره افغانۍ راځي.

Loading...

دا هم ولولئ

ټک ټاک

ټک ټاک: د هنديانو معلومات مو له چين سره نه دي شريک کړي

د ويډيوګانو اپليکېشن ټک ټاک شرکت وايي، چې دوى د هنديانو شخصي معلومات له چين …