کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ولسي جرګې وکيلانو سرور جوادي څارنوالۍ ته معرفي کړ

د ولسي جرګې وکيلانو سرور جوادي څارنوالۍ ته معرفي کړ

د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو د سيمه ييزو ارګانونو د پالېسۍ معين سرور جوادي ستر امپراتور احمد شاه بابا ته د سپکاوي له امله لويې څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.

تېره ورځ د سرور جوادي د يو مکتوب دوه عکسونه خپاره شو، چې په هغې کې ليدل کېږي چې سرور جوادي د احمد شاه بابا سره ليکلى د (ستر امپراتور) کلمې ليرې کړې دي او کله چې په بل مکتوب کې دا کلمې ليرې شوې دي نو هغه پرې لاسليک کړى دى.

که څه هم پرون د سرور جوادي هغه خبرې، چې د دې کار سپيناوى يې پکې کړى و پرون د سيمه ييزو ارګانونو په رسمي فېسبوکپاڼه خپرې شوې وې، خو خلک وايي، چې د هغه دا خبرې د منلو وړ نه دي.

دا هم ولولئ: ستر امپراتور احمد شاه بابا ته سپکاوى او د خلکو غبرګون

سرور جوادي ويلي و، چې په (امپراتور) کې (ر) په بل رنګ کې ليکل شوې وه او هغه له دې امله پرې کرښه کش کړې وه، تر څو ورته ووايي چې د دې رنګ بدل دى او بايد په يو رنګ کې شي، هغه وايي په دويم ځل يې بيا مکتوب دقيق نه دى کتلى او دا خبره ترې هېره شوې ده چې ولې پکې لوى امپراتور نه دى ليکل شوى.

هغه وايي، چې احمد شاه بابا لوى امپراتور دى او دا تاريخي خبره ده، چې زما په نه ليکلو هېڅ نه کېږي.

خو بل لوري ته بيا په واضحه ډول په هغه عکس کې ښکاره کېږي، چې د لوى امپراتور کلمې په يو رنګ کې ليکل شوې دي، خو سرور جوادي پرې چليپا کش کړې ده.

په ټولنيزو رسنيو کې هم خلک وايي، چې بايد سرور جوادي رسمي بخښنه وغواړي او لوى امپراتور احمد شاه بابا ته د سپکاوي له امله دې له دندې څخه ګوښه شي.

د ولسي جرګې د وکيلانو لاسليکونه

همدا راز د ولسي جرګې وکيلانو بيا سرور جوادي له دې امله لويې څارنوالۍ ته معرفي کړى دى، چې د لوى امپراتور احمد شاه بابا توهين يې کړى دى او د تعصب له مخې يې د لوى امپراتور نوم د نوموړي د نوم څخه حذف کړى دى.

دا هم ولولئ

وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې …