کورپاڼه / خبرونه / د نجيب لوبډلې د اصغر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
نجيب الله ځدراڼ او اصغر افغان

د نجيب لوبډلې د اصغر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

په کابل کې د ملي لوبغاړو د يو مياشتيني روان تمريناتي کمپ پر مهال نن د نجيب الله ځدراڼ او اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې د دوه لوبډلو ترمنځ تمريناتي لوبه ترسره شوه، چې د نجيب الله ځدراڼ لوبډلې پکې د اصغر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه د افغان اتلانو (اصغر افغان لوبډله) او افغان ځوانانو (نجيب الله ځدراڼ لوبډله) ترمنځ نن په کابل لوبغالي کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه اصغر افغان وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د افغان اتلانو لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ مندې وکړې، چې له ډلې يې محمد شهزاد ٧٤ او لوبډلمشر اصغر افغان ٤٧ منډې وکړې.

محمد شهزاد

همدا راز د افغان ځوانانو له لوري بيا مجيب الرحمان ٣، افتاب عالم ٢ او کريم جنت ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٦٧ منډو هدف د افغان ځوانانو لوبډلې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو او د لوبې په وروستي توپ پوره کړ او په ٢ ويکټو يې د افغان اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغان ځوانانو له لوري دروېش رسولي ٥٨ ناسوځېدلې او نجيب الله ځدراڼ ٢٥ منډې وکړې. همدا راز د افغان اتلانو له لوري قېس احمد، فريد احمد او عظمت الله عمرزي ٢-٢ او شرف الدين اشرف او نوين الحق بيا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

دروېش رسولي

د يادولو وړ ده چې کرکټ بورډ د دواړو لوبډلو د پوره لوبغاړو نوملړ نه و خپور کړى، خو په کابل کې له تېرو درې اونيو راهيسې د ملي لوبډلې ٢٤ لوبغاړي تمرينات کوي، چې دا دواړه لوبډلې د همدغه لوبغاړو څخه جوړې شوې وې.

ياد تمريناتي کمپ يو مياشت دوام کوي او کرکټ بورډ وايي، چې موخه يې د لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه او تکړښت کار کول دي، تر څو راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام ته يوه قوي لوبډله جوړه کړي.

همدا راز محمد شهزاد او افتاب عالم د يو کلن بندېز ختمېدو وروسته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شوي دي او په تمريناتو بوخت دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …