کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته د سېلانيانو ورتګ زيات شوى
دره نورو ١

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته د سېلانيانو ورتګ زيات شوى

د ننګرهار ښکلې شنې او سمسورې ولسوالۍ دره نور ته په دې وروستيو کې د سېلانيانو ورتګ زيات شوى دى او د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه خلک سېل ته ورځي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دره نور ولسوالۍ شنو سيمو ليدلو او ګورګورو ټولولو په موخه د سېلانيانو تګ راتګ زيات شوى دى.

د دره نور ولسوالۍ برکوټ هغه سيمه ده، چې په کې ګورګورې پخې شوې دي او ځوانان د سرسبزه ځايونو ليدلو او ګورګورو خوړلو په موخه ورځي.

په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ځوانان مېلې کوي او له ځان سره کورونو ته ګورګورې هم وړي.

په دې سيمه کې دوه ډوله ګورګورې کېږي، چې يو ډول يې بېره او بل ډول يې په خپله ګورګورې دي.

ګورګورې

دره نور د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شمال ته ۳۵ کیلو مترۍ کې موقعیت لري، چې دریو خواو ته يې جګ، جګ غرونه پر طبعي ځنګلونو پوښل شوي دي، پر دغو غرونو تل د سپينو واورو امبارونه داسې جوړ وي لکه سپین څادر چې  پرې غوړېدلی وي.

د دغه ولسوالۍ هوا په اوړي او ژمي کې سړه وي او د اوسېدو لپاره يې چاپېریال ډېر مناسب دى. لویو، لویو شنو منظرو دغه سیمې ته یو ځانګړی جغرافیوي اهمیت بخښلی او د ګڼو سېلانيانو توجه يې ځانته اړولې ده.

دره نور

بل لوري ته نورستان ولايت چې څه ورځې مخکې حکومت د ملي پارک په نوم ونومولو، د افغانستان يو له ښايسته او شنو ولايتونو څخه دى، چې دغه ولايت ته هم په دې وروستيو کې ډېر سېلانيان ورځي.

د نورستان والي د دغه ولايت ښکلي او په زړه پورې منظرې خپروي او په ټولنيزو رسنيو کې هم د نورستان ډېره يادونه کېږي او ډېر هېوادوال هڅه کوي چې ليدو ته يې ورشي.

دا هم ولولئ

مولانا طارق جمیل

مولانا طارق جمیل ته د نجلۍ سترګک وهل او د شېطان انځور جوړولو لپاره بوتلل + ویډیو

پاکستان کې د تبلیغیانو یو ډېر مشهور مشر مولانا طارق جمیل یوه تازه ویډیو په …