کورپاڼه / هنر او کلتور / شاسوار خان خپله ښځه طلاقه کړه
شاسوار خان

شاسوار خان خپله ښځه طلاقه کړه

د پښتو ژبې پخوانى مشهور سندرغاړى او اوسنى تبليغي شاسوار خان خپلې ښځې پرېښى دى او هغه هم خپله ښځه طلاقه کړې ده.

شاسوار خان په فېسبوک کې په يوه لايف ويډيو کې وويل، چې هغه په بټخېله کې و او ښځه يې خپل پلار کره تللې وه، چې په پېښور کې اوسېږي. هغه وايي په دوکه يې کور ته راوغوښته او ورته يې وويل چې ماشومان دې په وروستي ځل وګوره او نور رانه شې.

شاسوار خان وايي، چې د هغه زوى يې ښځې له ځان سره بيولى دى او د غېږې ماشومه (لور) يې ورته بهر راوغورځوله او ورته يې وويل چې دا له ځان سره بوځه.

شاسوار خان په لايف ويډيو کې همدا راز درې ځلې د طلاق کلمه تکرار کړه او وې ويل چې زما ټول مينه وال دې په دې ګواه وي چې ما خپله ښځه طلاقه کړه.

شاسوار خان وايي، چې که زه سندرغاړى وم او که اوس هر څه يم، خو زه انسان يم او زما د ماشومانو ژوند دې ښځې تباه کړ.

شاسوار خان په دغه ويډيو کې په خپلو ملګرو هم نيوکې وکړې او وې ويل چې د هغه ملګرو په نوموړي ننګ نه دى کړى.

د يادولو وړ ده چې شاسوار خان د پښتو ژبې مشهور سندرغاړى و، خو شاوخوا دوه کاله مخکې يې د موسيقۍ نړۍ سره مخه ښه وکړه او د تبليغ په لاره روان شو.

څو مياشتې مخکې شاسوار خان بيا په يوه ويډيو کې وويل، چې هغه غواړي يو ځل بيا د هنر نړۍ ته راشي، خو وروسته يې وويل چې له يادې ويډيو يې هدف دا و چې نعتيه کلامونه او قوالي به وايي.

شاسوار خان په ځينو ويډيوګانو کې د خپل سخت او بد ژوند په اړه هم خلکو ته معلومات ورکړي و او ويلي يې و چې په دې وختونو کې پرې ډېر سخت حالت تېر شو او د هغه پوښتنه هيچا هم ونکړه.

شاسوار خان په خپلو ځينو وروستيو ويډيوګانو کې دا هم ويلي و، چې يوه يتيمخانه يې جوړه کړې ده چې يتيم ماشومان پکې دي او هغوى ته پکې زده کړې هم ورکول کېږي.

شاسوار خان چې په ټولنيزو رسنيو، په ځانګړې توګه فېسبوک کې ډېر فعاله و، د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې څخه يې خپل ټول عکسونه او ويډيوګانې هم ډيليټ کړي دي، خو په دې يې اړه څه نه دي ويلي چې ولې يې دا کار کړى دى.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: که ژوند ته جدي شئ، ټول ملګري به له لاسه ورکړئ

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید وايي، که چېرته خپل …