کورپاڼه / بېلا بېل / جاپان کې د پياده تګ پر مهال د موبايل په کارولو بندېز ولګېد
د پياده تګ پر مهال موبايل کارول

جاپان کې د پياده تګ پر مهال د موبايل په کارولو بندېز ولګېد

په جاپان کې په لومړي ځل په لاره د تګ پر مهال يا پياده تګ پر مهال د موبايل شيشې ته کتلو باندې بندېز لګېدلى دى. دا بندېز اوس د جاپان د پلازمېنې ټوکيو سره نږدې ښار ياماټو کې لګېدلى دى.

د اې اېف پي خبري اژانس د راپور په وېنا، که چا له دې قانون څخه سرغړونه وکړه، نو هغوى په نه جريمه کېږي او نه به هم کومه سزا ورکول کېږي، دا قانون يوازې د دې لپاره جوړ شوى چې خلک په دې پوه کړاى شي چې د پياده تګ پر مهال د موبايل کتل خطر لري.

د ياماټو د اورګاډي تمځاى کې هر وخت دا غږ راځي: ((د پياده تګ پر مهال د موبايل پر کتلو بندېز دى، نو موبايلونه مو يوازې هغه مهال وکاروئ، چې تاسې پياده نه ګرځئ.))

د اورګاډي په تمځاى کې د دې قانون په تړاو ډېر معلومات ورکول شوي دي، همدا راز په پارکونو او بازارونو کې هم بېنرې او نور شيان لګول شوي دي او خلک له دې قانون څخه خبر کړاى شوي دي.

د ٤٠ زره اوسېدونکو په دې ښار کې خلکو د حکومت له لوري د دې نوي قانون ملاتړ کړى دى. د دې قانون ملاتړ نه يوازې دا چې د پاخه عمر خلکو کړى دى، بلکې ځوانانو يې هم ملاتړ کړى دى.

٦٤ کلن کينزو موري له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې خلک د پياده ګرځېدو پر مهال د شاوخوا پر ځاى موبايل ته ګوري او دا فکر کوي چې له دې بغېر ژوند نه شي کولى.

خو ١٧ کلنه اريکا اينا وايي، چې د دې قانون اړتيا نه وه، بلکې خلکو ته پکار ده چې په خپله دا چاره عملي کړي او د پياده ګرځېدو پر مهال د موبايل له کارولو څخه ډډه وکړي.

د جاپان د موبايلونو يو شرکت وايي، چې ٩٥ سلنه کسان داسې دي، چې هغوى د پياده تګ پر مهال موبايل کاروي، د موبايل کارولو له امله هغوى نه شي کولاى چې مخې ته هر راتلونکى شى وګوري او له همدې امله ډېرې پېښې هم ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ټرمپ مينه وال

هغه هندى ومړ، چې د ډونالډ ټرمپ عبادت يې کاوه

د هند هغه اوسېدونکى ومړ، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عبادت به يې …