کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني: غواړم يو پياوړى دولت په ميراث کې پرېږدم
ولسمشر غني

ولسمشر غني: غواړم يو پياوړى دولت په ميراث کې پرېږدم

لسمشر غني تېره ورځ له ملي ملي ټلويزيون سره په خپله مناظره کې وويل، چې غواړي يو پياوړى دولت په ميراث کې پرېږدي. نوموړي وويل چې موقت و سرپرست حکومت نه راځي او افغانستان له اسلامي جمهوريت پرته بل بديل نه لري.

ولسمشر غني په دغه اوږده مناظره يا مرکه کې د ډېر څه په اړه وغږېد، نوموړي وويل چې تر ٧٨ سلنو پورې خپلې کړې ژمنې پوره کړې دي.

نوموړي وويل، چې د سولې راتګ د افغان حکومت لومړيتوب دى، خو دا يې هم وويل چې دوى طالبانو ته تسليمېږي نه، بلکې اساسي قانون شته او د افغانستان ټول ارزښتونه به په پام کې نيول کېږي.

ولسمشر غني دا هم وويل چې دا ځل به د سرپرستانو دوره پاى ته رسېږي او ټول هغه کسان چې سرپرستان دي، د هغوى بستونه به اعلان ته ځي، همدا راز کابينه به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي کړي. نوموړي وويل چې د عبدالله عبدالله وزيرانو ته په تمه دى چې هغه ورته وزيران معرفي کړي.

په دغه مناظره کې له ولسمشر غني څخه ډېرو خلکو پوښتنې هم وکړې، چې نوموړي يې ځوابونه ورکړل. د IMF يا د پېسو د نړيوال صندوق څخه د پور اخيستو په تړاو هغه وويل، چې دا پېسې د کومو پروژو يا بل څه لپاره نه اخيستل کېږي، بلکې د دې لپاره اخيستل کېږي چې که کومه سخته ورځ راشي چې موږ سره پېسې وي.

هغه وويل، که د کورونا له امله کومه سخته ورځ راغله، نو د دې پېسو نه به خلکو ته معاشونه ورکوي، هغه وويل، ايا تاسې نه غواړئ چې خلکو ته معاشونه ورکړل شي؟

ولسمشر غني د تېر په څېر يو ځل بيا هم خپله سينه سپر کړه، خو دا ځلې د تېر په څېر د هغه دا اکټ دومره په ټولنيزو رسنيو کې خلکو خپور نه کړ.

نوموړي دا هم وويل، چې ټوله مينه يې يوازې له کار سره ده او ١٨ ساعته کار اوس هم کوي، هغه وويل چې له کارونو پرته يې زيات وخت په مطالعه کې تېرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانۍ الوتکه

چين هم په پاکستان بندېز لګولى

د چين حکومت د پاکستان د دولتي هوايي شرکت په الوتکو د درې اونيو لپاره …