کورپاڼه / خبرونه / د اى سي سي عمومي رييس له وخت مخکې استعفا ورکړه
ششانک منوهر

د اى سي سي عمومي رييس له وخت مخکې استعفا ورکړه

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي عمومي رييس ششانک منوهر د خپلې دندې له مودې ختمېدو يوه اونۍ مخکې له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه.

د اى سي سي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د کرکټ نړيوالې شورا عمومي رييس ششانک منوهر له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده او د هغه پر ځاى به مرستيال عمومي رييس عمران خواجه سرپرست عمومي رييس وي.

عمران خواجه د سنګاپور کرکټ اسوسيشين څخه دى او هغه به د نوي عمومي رييس لپاره تر ټاکنو پورې د سرپرست عمومي رييس په توګه دنده ترسره کړي.

د اى سي سي د عمومي رييس لپاره د ټاکنو نېټه به په راتلونکو څو اونيو کې اعلان شي، په دې لړ کې به د اى سي سي د غړو په ناسته کې پرېکړه وشي او د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو لپاره به اجازه ورکړل شي.

د هند ششانک منوهر دوه ځلې د کرکټ نړيوالې شورا د عمومي رييس په توګه دنده ترسره کړه، خو هغه د دريم ځل لپاره له دغه دندې څخه بخښنه وغوښته او وې ويل چې نور نه شي کولاى چې د اى سي سي د عمومي رييس په توګه دندې ته ادامه ورکړي.

د کرکټ نړيوالې شورا د قانون له مخې، يو کس کولاى شي چې په پرلپسې ډول درې ځلې د اى سي سي د عمومي رييس په توګه انتخاب شي.

د اى سي سي د نوي عمومي رييس د څوکۍ لپاره د هند کرکټ بورډ مشر او د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر سارو ګنګولي او د انګلستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس کولن ګريوز هڅه کوي چې دغه رياست ترلاسه کړي.

د يادولو وړ ده چې د کرکټ نړيوالې شورا تر دې مهاله پورې د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په تړاو هم کومه پرېکړه نه ده کړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …