خپلواک وېبپاڼه (۲۹ سپتمبر ۲۰۱۹): د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې نازیه اقبال وايي، چې څوک حق نه لري د هغې په شحصي ژوند او کورنۍ مسئلو کې خبرې وکړي.
هغه وايي، خلک په ډېرو لویو لویو خلکو پسې تبلیغات کوي او په هغوی پسې خبرې کوي، زه خو بیا یوه سندرغاړې یم.
نوموړې له بي بي سي سره په خپله مرکه کې وویل، چې د هر چا په کور کې ستونزې راځي، همداسې زموږ په کور کې هم ستونزې راغلې وې. هغې زیاته کړه، چې ما خپل ژوند تېر کړی دی، خو اوس مې زه هر څه د خپلو بچو لپاره کوم.
نازیه اقبال وايي، چې زه هنرمنده د نورو خلکو لپاره یم، خو په خپل کور کې او د خپلږ بچو لپاره زه یوه مور یم او د هغوی خدمت کوم.
همدا راز د نازیه اقبال خاوند جاوېد فضا هم یاده کړه، چې په هره کورنۍ کې مسئلې راځي او داسې زموږ ترمنځ هم مسئلې راغلې وې، خو وايي چې اوس دوی بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.
همدا راز نازیه اقبال وویل، چې زه د خلکو په خبرو پسې نه ګرځم او خپل ټول پام مې خپل هنر، خپلې کورنۍ، خپل ژوند او کلتور او خپل دین ته دی.
د یادولو ده چې له پاکستان څخه لندن له تګ وروسته د نازیه اقبال د خپل خاوند سره کورنۍ اړیکې خرابې شوې، چې له هغه وروسته د دواړو یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه، چې نازیه اقبال له خپل خاوند نه طلاق غواړي او هغه ورته طلاق ورکوي.
خو وروسته دواړه په خپله پرېکړه پښېمانه شو او په وینا يې، چې له عالمانو يې فتوا ترلاسه کړه، چې د دوی ترمنځ طلاق نه دی شوی او بېرته يې خپل ګډ ژوند پیل کړ.
د خپلواک وېبپاڼې يوټيوب چېنل: