کورپاڼه / جالب / هغه سړى چې ١٥٠ نړيوال ريکارډونه يې جوړ کړي، يو بل نوى ريکارډ يې هم جوړ کړ
نړيوال ريکارډ

هغه سړى چې ١٥٠ نړيوال ريکارډونه يې جوړ کړي، يو بل نوى ريکارډ يې هم جوړ کړ

په امريکا کې هغه سړى چې تراوسه پورې يې ١٥٠ نړيوال ريکارډونه جوړ کړي دي، يو بل نوى نړيوال ريکارډ يې دا جوړ کړى دى چې د لوښو وينځلو سپنچ يې په مخ درولى او دا جالب نړيوال ريکارډ يې جوړ کړى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکې د اياډهو ايالت اوسېدونکي ډېوډ رش يو نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړ او دا يې ثابته کړه چې د شوق هېڅ بيه يا قيمت نشته دى، که چېرته يو څوک زيار وباسي او هڅه وکړي نو په لسګونو او سلګونو نړيوال ريکارډونه جوړولى شي.

ډيويډ رش د خپل يو ګاونډي په مرسته يو نوى جالب نړيوال ريکارډ هم جوړ کړ، د هغه ګاونډي ١٠٦ د لوښو وينځلو سپنچونه چې په اوبو لامده و، په يوه دقيقه کې د هغه مخ ته وروغورځول او هغه پکې د ٩٦ سپنچونو په ودرولو کې بريالى شو.

ډيوډ رش د خپل مخ په مرسته ٩٦ سپنچونه ودرول او خپل پخوانى ريکارډ يې مات کړ او نوى ريکارډ يې جوړ کړ، نوموړي له دې مخکې ٧٦ سپنچونه په خپل درولي او ريکارډ يې جوړ کړى و.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې ډيوډ رش له دې مخکې هم ١٥٠ نړيوال ريکارډونه جوړ کړي دي، دغه امريکايي د ٣٠ کلنۍ په عمر کې په لومړي ځل د ريکارډونو جوړولو ته مټې رابډوهلې وې چې د ٣٥ کلونو په عمر يې ١٥٠ نړيوال ريکارډونه جوړ کړي و.

ډيويډ رش د نوي نړيوال ريکارډ په اړه وويل، چې دا ډېر له چېلنج ډک و، ځکه چې په اوبو کې ډک سپنچ چې به کله په مخ ولګېده نو سترګې به بندېدې او بيا ژر د سترګو خلاصول او د بل سپنچ درول ګران کار و، ځکه دا ټوله چاره په يوه دقيقه کې ترسره کول و.

په راپورونو کې همدا راز دا هم ويل شوي دي، چې ډيويډ رش د خپلو نړيوالو ريکارډونو په اړه يو کتاب هم چاپ او خپور کړى دى.

دا هم ولولئ

د نړۍ بدبختې الوتونکې (مرغۍ) پر انستاګرام ترټولو ډېره خوښه شوه

دغه استرالیایي د الوتونکو کورنۍ یو ډېر عجیب او په زړه پوری شکل لري چې …