کورپاڼه / روغتيا / امريکا د کورونا لپاره ګټور درمل ١٠٠ سلنه واخيستل، نورو هېوادونو کې به يې پېدا کول ګران شي
ريميډيسور درمل

امريکا د کورونا لپاره ګټور درمل ١٠٠ سلنه واخيستل، نورو هېوادونو کې به يې پېدا کول ګران شي

په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د درملو يا واکسين جوړولو په لړ کې هڅې روانې دي، خو په يو شمېر څېړنو کې دا معلومه شوې ده چې يو درمل (ريميډيسيور) د کورونا ناروغانو لپاره ګټور دي، چې امريکا او جاپان کې د دې درملو د کورونا ناروغانو لپاره په عاجل ډول د ورکولو اجازه هم ورکړل شوې ده.

که څه هم دا درمل له مخکې څخه ګرانبيه دي، خو اوس ښايي نړۍ ته د دې درملو ترلاسه کولو لپاره نور هم مشکلات پېښ شي، ځکه امريکا دا ټول درمل د ٣ مياشتو لپاره اخيستي دي، چې ښايي نوره نړۍ يې تر اکتوبر وروسته پېدا کړاى شي.

په څېړنو کې څرګنده شوې ده چې ريميډيسيور درمل د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره ډېر ګټور دي. دا درمل د امريکا يو شرکت د ايبولا لپاره جوړو کړي و، خو اوس دا د کورونا لپاره هم ډېر ګټور دي.

امريکا د سپتمبر مياشتې پورې د دې درملو ټول سټاک يا څومره چې جوړېږي، ټول يې اخيستي دي.

د جولاى مياشتې سل سلنه ټول درمل به امريکا ته ورکول کېږي، همدا راز د اګست او سپتمبر مياشتو کې چې هر څومره درمل جوړېږي، ٩٠ سلنه به يې امريکا ته ورکول کېږي.

د امريکا له دې چارې وروسته يو شمېر هېوادونو پر امريکا سختې نيوکې کړې دي او ويلي يې دي چې د امريکا دا چاره د کورونا پر وړاندې د نړيوالو هڅو ته زيان رسوي.

د امريکا د روغتيا ادارې بيا ويلي دي، چې ډونالډ ټرمپ ډېر ګام پورته کړى دى چې د کورونا لپاره ګټور دا درمل يې د امريکايانو لپاره اخيستي دي.

هغه وايي، چې د ولسمشر ټرمپ اداره چې د کورونا د مخنيوي لپاره هر څه کولاى شي، هغه ترسره کوي او د خپل ولس د ژغورلو په هڅه کې دى.

که څه هم د دې درملو د جوړولو اجازه ١٢٧ هېوادونو ته ورکول شوې ده، خو د شتمن هېوادونو لپاره د دې درملو بيه ٢٣٤٠ امريکايي ډالر ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د پيازو چاى

د پیازو چای د ټوخي، زکام او نزلې درملنه ده!

د هوا او موسم په بدلېدو سره هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې …