کورپاڼه / هنر او کلتور / په هند کې پښتانه هندوان؛ اوس يې هم خپل کلتور او ژبه ژوندۍ ساتلې
شلپي بترا

په هند کې پښتانه هندوان؛ اوس يې هم خپل کلتور او ژبه ژوندۍ ساتلې

په هند کې هغه پښتانه هندوان، چې د هندوستان د وېش پر مهال له بلوچستان څخه د هند جېپور ته تللي و، اوس يې هم خپل پخوانى کلتور او پښتو ژبه ژوندۍ ساتلې ده.

د هند د جېپور په دغه پښتنو هندوانو کې يوه ځوانه شلپي بترا اډواني هم ده، هغه اوس هم په پښتو ژبه پوهېږي او د لورالايي د مېختر سيمه څخه جېپور ته کډه شويو د پښتنو هندوانو په اړه يې څه موده مخکې يو مستند فلم هم جوړ کړى و.

هغه وايي، کله چې دوى له مېختر سيمې څخه جېپور ته راکډه شو، نو دلته له نورو هندوانو سره يې واضحه بېلتون و، ځکه دوى خالونه وهل او کلتور يې له نورو هندوانو بېخي جلا و.

شلپي بترا ١

هغه وايي، که څه هم د اوسني نسل ځوانان يې په پښتو ژبه سم نه پوهېږي، خو مشران يې په پښتو خبرې کوي او خپل د پښتنو کلتور يې هم ژوندى ساتلى دى. دوى اوس هم ټول يو ځاى کېني او د لورالايي د مېختر سيمې کيسې اوس هم کوي.

عرب نيوز په دې اړه په خپل يو راپور کې ويلي دي، چې د لورالايي په مېختر سيمه کې له نن څخه ٧٣ کاله مخکې هغه پښتانه هندوان، چې له دې سيمه څخه جېپور ته کډه شو، د دوى بازار اوس هم د دوى په ياد کې هماغسې بند پاتې دى.

د مېختر ځايي خلکو هغه بازار چې په (هندو بازار) مشهور و، پلورنځي يې نه دي پرانيستي. دوى وايي کله چې دا پښتانه هندوان له مېختر سيمې څخه کډه کېدل، نو د پلورنځيو کيلي ګانې يې ځايي پښتنو ته ورکړې او له هماغه ورځې راهيسې بيا دا پلورنځي چا نه دي پرانيستي.

هندو بازار

د مېختر پښتانه وايي، چې هغه مهال دلته پښتانه مسلمانان او هندوان ګډ اوسېدل او د مذهب په نوم هيچا د بل توپير نه کاوه، ټولو د وروڼو په څېر ژوند ترسره کاوه.

دا په تېرو سلو کلونو کې د پښتنو مسلمانانو له لوري د پښتنو هندوانو سره د مينې او ژمنې بېسارې بېلګه ده، چې ٧٣ کلونو تېرېدو سره دوى بيا هم د پښتنو هندوانو پلورنځي بند ساتلي دي او اوس هم په دې تمه دي چې که دوى چېرته بېرته راغلل نو په خپلو لاسونو به يې پرانيزي.

شلپي بترا اډواني چې کله له دې خبرې خبره شوه، نو هغه ډېر خوشحاله وه، هغې وويل، د دې په اورېدو ډېره خوشحاله شوم چې د مېختر پښتنو ته اوس هم موږ په ياد و او زموږ د ياد په توګه يې د (هندو بازار) هماغسې تړلى پرېښى دى.

شلپي بترا وايي، چې دلته اوس هم ډېر هغه خلک ژوندي دي چې له مېختر څخه راکډه شوي و.

د مېختر ٩٠ کلن ملک پايو خان بيا وايي، چې د دوى د سيمې پښتانه هندوان چې جېپور ته کډه کېدل، داسې راته ښکاره کېده لکه زموږ وروڼه چې زموږ نه بيلېږي.

ملک پايو خان

هغه وايي، چې اقتصاد او وس مې دومره نشته دى چې زه د دوى ليدو ته جېپور ته لاړ شم، خو که چېرته دوى مېختر ته راشي او دلته سره يو ځل بيا ټول کېني، نو ډېر به خوشحاله شي.

Loading...

دا هم ولولئ

حريم شاه او مفتي عبدالقوي (2)

حريم شاه: د مفتي قوي په څېر خلکو ته بايد درس ورکړل شي

د پاکستان د ټک ټاک مشهورې ستورې مفتي عبدالقوي ته تر څپېړې ورکولو وروسته ويلي …