کورپاڼه / ليکنې / حقیقي بندګي
حقيقي بندګي

حقیقي بندګي

نوم ورکی زلمی د پاچا په لور مین شو. د مینې غمونو هغه بېچاره کړ او هېڅ داسې لار په نظر نه ورتلله چې خپلې مینې ته پرې ورسېږي.

د پاچا یوه نږدې کس چې ځیرک او مهربان سړی و، د زلمي سادګي او د هغه مینې ته چې وکتل، نو یې ورته وویل: پاچا له معرفت سره مینه لري، که پوه شي چې ته د خدای له نېکو بندګانو څخه یې، په خپله به ستا خواته راشي.

زلمی په دې موخه چې خپلې مینې ته ورسېږي، ځان ګوښی کړ، د خدای په عبادت بوخت شو او مینې ته د رسېدو لپاره یې دعاګانې پیل کړې. زلمی کرار کرار د خدای په عبادت کې ډوب شو او د اخلاص نښې پکې رابرسېره شوې.

یوه ورځ پاچا د زلمي د کور په خوا کې تېرېده چې زلمی یې ولید. پاچا پوه شو چې زلمی د خدای له نېکو بندګانو څخه دی، نو یې په هماغه ځای کې ترې وغوښتل چې د لور د غوښتو لپاره دې یې دربار ته ورشي.

زلمي د فکر کولو لپاره وخت وغوښت. پاچا هم هغه ته وخت ورکړ.

خو چې څنګه پاچا د زلمي له کور نه لیرې لاړ، زلمي خپل توکي راټول کړل او یوه نامعلوم ځای ته لاړه. د پاچا نږدې کس چې زلمي ته یې د عبادت کولو سپارښتنه کړې وه، د زلمي په دې پرېکړه ډېر زیات حېران شو او د دې کار د وجې د معلومولو په موخه د زلمي په پیدا کولو پسې ووت.

له اوږدې مودې وروسته یې زلمی پیدا کړ او ترې ویې پوښتل: تا خو د پاچا له لور سره لېونۍ مینه لرله او هغې ته د رسېدو لپاره ناقراره وې، خو چې کله پاچا ستا کور ته درغی او درنه ویې غوښتل چې یې له لور سره واده وکړې، ولې ترې راوتښتېدې؟

زلمي وویل: که دروغجنه بندګي دومره توان لري چې یو پاچا زما تر کوره راولي، نو زه ولې د حقیقي بندګۍ په لور قدم وانخلم، تر څو د کایناتو خالق په خپل کور کې ووینم؟

ژباړه : خپلواک

Loading...