کورپاڼه / سياست او روانې چارې / واحد نوشېر د افغانستان بانک ته د بېرته ورتګ اوازې رد کړې
واحد نوشېر

واحد نوشېر د افغانستان بانک ته د بېرته ورتګ اوازې رد کړې

د افغانستان بانک پخواني لومړي مرستيال واحد نوشېر هغه اوازې رد کړې، چې ګوا کې هغه بېرته د افغانستان بانک کې دنده پيل کړه.

نن په ځينو راپورونو کې ويل شوي و، چې د افغانستان بانک پخواني لومړي مرستيال واحد نوشېر له ولسمشر غني سره تر ليدو وروسته بېرته خپلې دندې ته ادامه ورکړې ده.

په راپورونو کې زياته شوې وه، چې واحد نوشېر د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي استعفا ته اړ کړى و، خو د ولسمشر غني په امر يې بېرته خپله دنده پيل کړه.

خو واحد نوشېر دغه اوازې رد کړې او وې ويل چې هغه بېرته خپلې دندې ته نه دى راستون شوى او خپله استعفا يې هم ولسمشر غني ته لېږلې ده.

په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې واحد نوشېر ليکلي دي:

((ګرانو هېوادوالو! په ټولنيزو رسنيو او ځينو رسنيزو پاڼو کې دا خبره چې ګويا زه بيا خپلې دندې ته راستون شم، ناسم دي. ما خپل استعفاليک پرون جلالتماب ولسمشر حضور ته لېږلى دى. ستاسو له نېکو احساساتو مننه کوم.))

اجمل احمدي چې کله د افغانستان بانک سرپرست رييس وټاکل شو، نو له هغه وروسته يې د افغانستان بانک څلور لوړپوړي چارواکي، چې دويم مرستيال هم پکې و، له دندو ګوښه کړل او وويل شول چې دوى په فساد کې ښکېل دي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د نوي سرپرست رييس د دغه ګام پر ضد د افغانستان بانک لومړي مرستيال واحد نوشېر غږ پورته کړ او وې ويل چې دا کار غېر قانوني ترسره شوى دى.

هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې وليکل، چې د دې غېر قانوني کار پر وړاندې به خپل غږ پورته کړي او پوښتنه به يې وکړي. خو وروسته هغه د اجمل احمدي له لوري دې ته مجبوره شو چې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړي. همدا راز نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه دا هم ليکلي و، چې د افغانستان بانک ته ورغلى و، خو دننه نه دى پرېښودل شوى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فضل هادي مسلميار او د سعودي عربستان سفير

سعودي عربستان په افغانستان کې ١ روغتون او ١٠٠ مدرسې جوړوي

د سعودي عربستان سفير وايي، چې د دوى هېواد به له افغانستان سره خپلو مرستو …